د ګډ حکومت مشر اشرف غني د امريکايي پوځيانو د پاتې کېدو هرکلی وکړ

کابل ټکی کام ۲۴میزان/۱۳۹۴

قدرت الله حسین

د افغانستان د ګډ حکومت مشر اشرف غني احمدزي د بارک اباما هغه پرېکړه ستايلې ده، چې له مخې به يې له ۲۰۱۶ز وروسته هم په افغانستان کې امريکايي پوځيان پاتې شي.

نوموړي دغه تصميم د دواړو هېوادو تر منځ همکارۍ ته ګټور بللی دی.

د امريکا ولسمشر په داسې حال کې له ۲۰۱۶ز وروسته هم په افغانستان کې د ۵۵۰۰ پوځيانو د پاتې کولو پرېکړه وکړه، چې پخوا يې دغه نېټه په افغانستان کې د دې ځواکونو د پاتې کېدو وروستۍ نېټه ټاکلې وه.

اباما په دې اړه ويلي دي، تر کومه چې په افغانستان کې امريکايي ځواکونو ته اړتيا وي، تر هغه به په افغانستان کې د امريکايانو د پاتې کېدو په جدول کې بدلون راتلای شي.

سره له دې چې نږدې ټول افغانان له هېواده د بهرنيو پوځيانو وتو ته خوښ دي، خو د ګډ حکومت مشر بيا بيا له امريکايي چارواکو دا غوښتنه کوي، چې په افغانستان کې پاتې شي.

له ارګه په خپره شوې خبرپاڼه کې ولسمشر غني ويلي دي، چې په دې نوې پرېکړې سره به د دواړو هېوادو تر منځ اړيکې لا پخې شي او مالومېږي، چې امريکا لا هم له افغانستان سره همکاري کوي.

بل لور ته د دولت وسله وال مخالفين له افغان دولت سره د ناستې لپاره لومړی او مهم شرط دا بولي، چې ټول بهرني ځواکونه له افغانستانه ووځي، خو غني په افغانستان کې د امريکايي پوځيانو د پاتې کېدو په ټينګار ثابتوي، چې له وسله والو مخالفينو سره خبرو اترو ته په دغه شرايطو د ناستې اراده نه لري.

امريکا او ناټو که څه هم دلته پاتې کېدو ته له دولتي ځواکونو سره د همکارۍ او روزنې نوم ورکوي او په جګړه کې له ونډې اخستو انکار کوي، خو وروستيو پېښو امريکا اړ کړه، چې په جګړه کې له خپل پراخ ګډون پرده پورته کړي.

امريکايي پوځيانو په افغانستان کې په څو تازه وروستيو پېښو کې لسګونه ولسي وګړي ووژل، چې د هغو له منځه يې د لوګر او کندز پېښې د نمونې په ډول يادېدای شي.

ډېری شنونکي په دې اند دي، چې امريکا لا هم نه غواړي له افغانستانه ووځي او د دې لپاره چې خپل سياسي حضور په افغانستان کې وساتلای شي، تر ډېره به دلته د خپلو پوځيانو د پاتې کېدو پلمې لټوي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close