د ګیدړ تر سل کاله ژونده د زمري یوه ورځ ژوند غوره دی

آصف الله آصفي

سید قطب رحمه الله څه ښه ویلي چی (خپلو پولیسو او ملي اردو ته مه خوشحاله کیږئ، ځکه چې دا د خاوري نه د دفاع لپاره نه بلکې د خپلو ولسونو د وژلو لپاره د بهرنیو لخوا جوړیږي، حمایه کیږي او سرمایه ګذاری کیږي.) موخه یې دا یواځې دا وی هغه کارونه چې بهرني فوځیان یې غواړي پر مسلمانانو انجام کړي او د خلکو له ویرېې نشي انجامولی نو د همدغو مسلمان نما انسانانو په واسطه چې یواځې شکلونه یې د انسانانو خو ذهنیتونه یې د ځنګل د وحشیانو په څیر دی ترسره کوي، څو هغه په اصطلاح (مار وژلی ډانګ ساتلي) کار وکړي چې هم مسلمانان ووژني او هم یې نور مسلمانان پر خلاف احساساتي نشي او پاڅون ونکړي.

له یو څه مودې نه د صفر یک وحشي قطعی چې د یهودو او نصاراو د کلیساګانو لخوا پری پانګونه شوې او په خپل وحشت کي تر یهودو او نصاراو لس چنده په پورته والي ټریننګ شوي د مظلومو بیګناه هیوادوالو وژنی ته زور ورکړی، برسیره پر دی باداران یې او د بادارانو غلام حکومت یې په اړه چوپه خوله دی، نو دې حالت ته په کتو سره سړی په زغره ویلای شي چې د سید قطب رحمه الله وړاندوینه سل په سلو کې درسته ده.

ځینې کم فهمه افغانان کله ناکله بیا پر دغو ځواکونو ویاړي او وایی چې زمونږ اردو ډیر پرمختللې ده!!! او پرې ویاړي هم ، خو په تاسف سره چې خپل عقل په دې نه مشغولوي چې دغه قطعات د چا لخوا جوړ شول؟ او د چا پر وژنو بوخت دي؟ آیا هغه پاپړ فورشان، موچیان، د مور او پلار آزاروهلي او نور چې د یهودو او نصاراو د ډالرو په زور له بازارونو راغونډ کړای شول او د یهودو او نصاراو پر وسلو او وسایلو سمبال او ټریننګ کړای شول او اوس دا وظیفه وروسپارل شوه چې د نیمو شپو په تورو تیارو کې زمونږ د هیوادوالو د کورونو دروازې په بمونو الوزوي او په کور کی بیده سپین ږیری، تنکی ماشومان او تورسرې مو د خواږه خوب پر مهال په خورا وحشت او بربریت سره د مرګ له کومې تیروي، آیا دا وحشیان او وحشت به هم د ویاړ وړ وی او که د کرکی او نفرت وړ ؟

تیره شپه یې د ننګرهار په کابل کیمپ چې نږدی 17 هیوادوال یې په شهادت رسولي ځایی خلک ټول ګواهی ورکوی چی یو هم له مخالفینو سره هیڅ ډول لاس نه درلود، او آبله شپه یې په روداتو کې لسګونه هیوادوال په خپلو سرو وینو کې ولمبول، ځایی خلک یې پر بیګناه والی شاهدي ورکوي، همدغه راز څو ورځې وړاندې یې په لغمان کې تنکي ماشومان او تورسرې شهیدانې کړې او تر دې مخکې په سلګونو دغه ډول وژنې د همدې صفر یک نه بلکې وحشت نمبر یک قطعی لخوا ترسره شوي، مونږ نه پوهیږو چې له حکومته خو ګیله نده پکار ځکه د حکومت همدا پلان دی چی په ملت کی ویره خپره کړي او پادشاهي پری وکړي، ګیله مو له ملته ده چې دا ملي پاڅون که پدا ډول حالت کې نه ترسره کوي نو آخر کله به یې ترسره کیږي؟ ایا هغه مهال چې خدای مکړه هغه څه شروع شي لکه اسرائیل یې په چې په فلسطین او هندوان یې په کشمیر کی ترسره کوي؟

که ملت د دې وحشي کړنو پر ضد سره یو موټی نشي او له خپل شجاعت نه کار وانخلي او وسلې ته لاس نه کړي نو د همغه ذلت انتظار دی وباسي لکه د نورو مستعمره شویو هیوادونو له پرګنو سره چی روان دي، خو د نړۍ هیڅ هیواد او وګړی یې غږ نه اوري.

متل وایی چی: د ګیدړ له سل کاله ژوند څخه د زمري یوه ورځ ژوند غوره دی.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close