د یمن له خاورې په سعودي عربستان راکټي بريد شوی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵مرغومی ۴) الماس خدرخېل

د ورکړل شويو راپورونو له مخې، تېره شپه ماذيګر مهال په سعودي عربستان د باندې د بمن له خاورې راکټي بريدونه شوي.

د سعودي عرب د ملي خونديتوب د ادارې وياند يحی القحتاني رسنيو ته ويلي، چې د يمن له خوا شوی راکټي بريد په جيزان ولايت کې په يوه کور لګيدلی دی.

د هغه په وينا په دې بريد کې دوه تنه ملکي کسان ټپيان دي.

همداراز د سعودي رسمي خبري اژانس ويلي، چې د جيزان ولايت د راکټي بريد په پېښه کې يو ورور او يوه خور ټپيان شوي دي.

بايد وويل شي، چې د يمن له خاورې په سعودي عربستان باندې وخت ناوخت راکټي بريدونه کېږي، تر دې وړاندې د حوثي ياغيانو په بريدونو کې د سعودي عرب سرحدي ځواکونه او عسکر هم په نښه شوي دي.

تر دې دمه د بريد مسئوليت کومې وسلوالې ډلې نه دی منلی، خو د سعودي عرب چارواکو يې پړه په حوثي ياغيانو اچولې ده.

د يادونې ده، چې سعودي عربستان د۲۰۱۵م کال دمارچ په ۲۶ مه نیټه باندي د دغه هېواد په رهبرۍ کې  دعربي هیوادونو څخه جوړشوي ائتلاف په یمن کې دحوثی ملیشو په خلاف جګړه پیل کړه.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close