د یمن په الحدیدة کې جګړو زور اخیستی

د فرانسې د خبرې آژانس روغتیایی سرچینو ویلي چې په تیرو 24 ساعتونو کې د الحدیدة په جنګونو کې د حوثې ډلې نه لږ ترلږه 47 او د یمني حکومت له ځواکونو نه 11 کسان ووژل شول.

د حکومت ملاتړو ځواکونو چارواکو ویلي دی چی حوثیان په ډیره پراخه او سخته توګه د هاوان توپونو په واسطه د په رسمیت پیژندل شوي حکومت پر ملاتړو ځواکونو بریدونو ته زور ورکړی.

چارواکي زیاتوي چې حوثیانو د ښار جنوب لوري ته یو توغندی هم توغولی چې هلته حکومتي ځواکونه مرکزیت لری، چې حکومتي سرتیرو ته يې ژوبله اړولې، یادو سرچینو ویلي چې د دواړو لوریو تر مینځ د جمعې په ورځ هم نښتې شوي دي.

د سختو جنګونو نه وروسته د حکومت ملاتړي ځواکونه تیره پنجشنبه ختیځ کې د هستوګنو هغو کلیو ته رسیدلي چې د الحدیدة او پلازمینې تر مینځ پر غزیدلي سرک پراته دي.

همدا راز د ښار شمال ختیځ به اطرافو کې هم د (22مایو) روغتون ته نږدې جګړې روانې دی، حکومت پلوه ځواکونه هڅه کوي څو شمال لوری ته پرمختګ وکړي څو الحدیدة په پوره ډول کلابنده او پر حوثیانو د مرستو ټولې لارې وتړي.

په الحدیدة کې ملیونونو اوسیدونکو ته مرستې ورغلي خو یادو جګړو په دغه سیمه کې د شپږسوه زره اوسیدونکو په زړونو کې د خپل ژوند په اړه سخته ویره پیدا کړې.

واشنګټن پوست لیکلي چی امریکایی ادارې د دیرشو ورځو لپاره په دې بحث پیل کړي څو حوثیان د ترهګرې ډلې په لیست کې شامله کړي، دا ګام د ټرامپ لخوا اخیستل کیږي څو په یمن کې د جنګ د پای ته رسیدو لامل وګرځي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارات ویاند روبروت بالادینو ټینګار کړی چی اوس د دې وخت رارسیدلی چې باید په یمن کې جګړه ودرول شي، او واشنګټن سعودیانو او امارتیانو ته خبرداری ورکړی چې د یمن بنسټ له مینځه وړل ورته د منلو وړ ندی.

ابوظبي پر یمن باندې د هوایی بریدونو د بندولو او له حوثیانو نه یې د توغندیو ویشتلو لړۍ د درولو غوښتنه کړې او د یمنیانو پر ټولو لوریو یې غږ کړې څو د خبرو اترو میز ته کیني.

ملګرو ملتو د تیرې پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې هغه مذاکرات چې د نومبر په پای کې د متخاصمو خواو تر مینځ پلان شوي وو معطل شوي خو هیله یې څرګنده کړه چې د روان کال د پای ته رسیدا مخکې به ترسره شي.

س: الجزیره

ژ: عزیر اسدخیل

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close