د یمن په تازه نښتو کې لږ ترلږه ۳۳ تنه وژل شوي دي

 (کابل ټکی کام :دوشنبه ،لړم ۱۱ ،۹۴ ۱۳ل) حماس افغان

یمن کې د حوثي یاغیانو او د پرځول شوي جمهور رئیس عبدربه منصور هادي وسلوالو تر منځ تېره ورځ سخته نښته رامنځته شوې چې ۳۳ تنه پکې وژل شوې دي .

د عربي رسنیوله قوله په وژل شويو کې ۱۴ تنه د هادي منصور پلویان او ۱۹تنه حوثي یاغیان دي .

تېره ورځ د سعودي عربستان په مشرۍ عربي اتحادې، ويلې وه چې د حوثي ياغیانو په وړاندې ددوي عملیات وروستي پړاو ته رسېدلي دي .

دا په داسې حال کې ده چې د سعودي عربستان د باندنيو چارو وزير عادل الجبیر  ایران حکومت په دې تورنوي چې دوي د یمن له حوٍثي شعیه یاغیانو سره پوځي مرستې کوي، خو ایران بیا دغه تورونه ردوي او ټينګار کوي چې ددوي مرستې له یمنیانو سره بشري دي کوم پوځي اړخ نلري .

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close