د یوه هندي شرکت له لوري د زیکا ناروغۍ واکسین کشف شوی

کابل ټکی کام (چهارشنبه ۱۵سلواغه ۱۳۹۴ل) هاشمي عبدالله
راپورونه وايي په هندوستان کې یوه شرکت د زیکا خطرناکې ناروغۍ واکسین تولید کړی دی.
د هندوستان بایوټيک انټرنشنل لمېټد له لوري د زیکا ناروغۍ واکسین جوړ شوی دی.
د شرکت له لوري د یاد واکسین په اړه ټاکل شوې ده چې د روان کال تر جون پورې به یو میلیون د واکسین واحد تولید کړي او بازار ته به یې عرضه کړي.
زیکا ناروغي د ۱۹۴۷م کال په اخرو کې د اوګانډا په زیکا ځنګل کې وپيژندل شوه.
ددغه ناروغۍ سره هم شدیدې دتبې وي او د غوماشو په واسطه سره انتقالیږي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close