د یوې مظلومي یتیمي ګټوره کیسه

لیکنه: حامد افغان

      کیسه کا : چرته یوه یتیمه نجلۍ وه ، دنیا کې یې له یوې کونډي مور پرته هیڅوک نه لرل ، چې کله پېغله شوه د تره زوی ته یې ورکړه ، له بده مرغه د تره کور کې یې ژوند سخت تریخ شو، له مېړه نیولې ټولې خسرګنۍ یې سخت ظلمونه ورسره کول ، تل به بېځایه ترټل او وهل و او هر وخت به یې زوروله او کړوله، سره له دې چې هغې نه یې یوه خادمه جوړه کړې وه خو بیا هم نه د چا له خوا سمه خبره وه او نه کوم انساني چلند.

      دا یتیمه به چې کله د خسرګنۍ له ظلمونو تنګه او ستومانه شوه یواځنی د پناه او ژړا ځای یې د عاجزه او کونډي مور غېږه وه، هغې ته به ورغله ، شکایتونه به یې ورته وکړل او ښه ډېر به یې ورته وژړل ، مور یې چې بوډۍ او سخته کمزورې وه او هیڅ یې له وسه نه کیدل یواځې یې دومره په وس کې و چې د لور ژړا به یې په ژړا بدرګه کړه ، دې به هم ورسره وژړل او د صبر او استقامت تلقین به یې ورته کوه او ورته ویل به یې چې لورې ! الله ته صبر کوه.

       په دې توګه لس کاله تېر شول ، د مېړه او خسرګنۍ ظلمونه هماغسې روان و، او هره ورځ یې له بلې بدتریدله، آن تر دې چې د مور اجل یې راورسید، د دې مظلومي هغه یواځنۍ اسره او د ژړا او څو ګړۍ د پناه ځای هم نور په له منځه تلو شو، هغه د مرګ په بستره پرته وه او لور یې په کړېکو ورته ژړل او ویل چې مورکۍ ته رانه ولاړه شې زه به چا ته ژاړم ، زه به له چا سره دا پنډه پنډه غمونه شریکوم ؟ مورکۍ ما یواځې مه پریږده.  مور یې ورته وویل: زویه ! کله چې زه ومرم ، او ستا سونزې همداسې روانې وي، ته داسې کوه چې دلته زما کور ته راځه ، اودس کوه او په دې خونه کې په لمانځه دریږه او خپل ټولې ستونزې او ظلمونه دې الله ته وړاندې کوه .

     مور یې مړه شوه ، د دې بدمرغي پر درنو کړاوونو او غمونو یو بل ستر او دروند غم هم بار شو، څو شپو کې سخته تنګه او پازاب شوه، ناڅاپه یې د مور وصیت وریاد شو، په منډه یې جاینماز ځان سره واخیست او د مور کره ولاړه ، هلته یې اودس وکړ او په لمانځه ودریدله ، ښه ډېر یې الله ته وژړل او د ژوند د سختیو د حل سوالونه او زارۍ یې ورته وکړې، په دې سره یې زړه سپک او ارام شوه او بېرته کور ته ولاړه، دا طریقه یې داسې وګرځوله لکه څنګه به چې مخکې مور ته ورتله اوس به هم هر وخت د هغې کور ته ورتله ، د مورکۍ له یادونو سره به یې ژړل او الله ته به یې زارۍ او جیګۍ کولې.

       د خسرګنۍ وګړو یې چې دا حالت ولید په شکونو او ګومانونو کې ولویدل، د هغې مېړه ته یې وویل چې ستا مېرمن اوس هم د خپلې مور کره ځي او عجیبه دا ده چې هلته له څه ځنډ وروسته چې راوګرځي خوشاله او ارامه وي ! دا خامخا په کوم خیانت او ناسم کار اخته ده، مېړه یې هم په دې نادره خبره حیران او هېښ شو! او د کومي چارې په فکر کې شو.

      بله ورځ یې مېړه د دې له تګ مخکې د دې د مور کور ته ځان ورسوه، او هلته یو ځای ورته پټ شو، دا مهال د هغې د مور د مرګ ایله یوه میاشت وتلې وه، کله چې دا ورغله هلته یې اودس وکړ او په لمانځه ودریدله ، لمونځ یې وکړه او الله ته په سجده سوه، سجده کې یې الله ته خپل دردونه او غمونه راوسپړل او ډېر یې وژړل، د مېړه او خسرګنۍ نادودې يې  یادې کړې او الله ته یې دعا کې وویل چې یا الله ! مېړه مې سره مې زه مینه لرم هغه راته اصلاح او هدایت ورته وکړې.

      مېړه یې یوځای پټ ناست دی او د دې حالت څاري ، کله یې چې دا حالت ولید نو د دې له ژړا سره هغه هم په ژړا شو ، دې چې لمونځ او الله ته زارۍ ختمې کړې ولاړه شوه په دې وخت کې یې مېړه په ژړانده سترګو ورته راښکاره شو، هغه یې غېږ کې ونیوله ، په ژړا او زاریو یې له هغې بښنه وغوښتله ، عذرونه یې ورته کتار کړل او وعده یې ورکړه چې هغه ظلمونه به هیڅکله نه تکراروي او تر خپله وسه به پوره انساني چلند ورسه کوي.

      مېړه ته یې د خسرګنۍ د دې بېځایه تور او تهمت په څېر د هغې په اړه نورې خبرې هم پوچې او بېځایه معلومې شوې او د خپلي مېرمني عاجزي او رښتیا یې زړه ته ولویدله، او په اخلاص یې هغې سره د سم او انساني چلند وعده وکړه، دا شپه دواړو همدلته د هغې د مور په کور کې تېره کړه، د شپې یې خوب ولید، خوب کې یوه سړي هغې ته وویل: لس کاله دې تا ته له ټولو درنږدې انسان ( مور) ته  خپل ټول شکایتونه کول خو هیڅ ګټه یې ونه کړه اوس چې دې الله ته زارۍ او عاجزي پیل کړه سمدستي دې ستونزې حل او الله دې د مېړه سخت زړه درته نرم او له میني ډک کړ!

د کیسې پیغام

     د کیسې پیغام دا دی چې انسان دې خپل ټولې ستونزې لومړی الله ته وړاندې کوي ، ځکه هغه تر ټولو ښه کارجوړوونکی دی او هغه په بندګانو له مور او پلار هم مهربانه دی. او بل مهم پیغام دا دی چې د مېړه او ښځي منځ کې دې د مور او پلار په شمول د کور وګړې مداخله نه کوي، په ځانګړې توګه د سړي مور ، خویندي او نورې ښځمني باید په دې اړه ډېر اتیات وکړي، او د مېړه او ښځي ترمنځ له هر ډول ستونزو رامنځته کولو باید لاس واخلي، دا ځکه چې مېرمن د نارینه جامه او لباس ده، په هغه یې سخته خوابدیږي ، له سړي نه نور ټول اړوند خلک بېلېږي ، او مېرمن یې تر مرګه ورسره ملګرې وي، یو وخت به دوي دواړه خوشاله ژوند سره کوي او د دوی دواړو منځ کې مداخله ګر به سرځوړند او خړ مخي پاته وي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close