د یو ببر څڼي مجاهد څو دردوونکي خبرې

ابو یاسر افغان

تر هر څه مخکې دا وایم چې زه د لوبو او ساعت تیرۍ مخالف نه یم، تر څو چې اسلام سره په ټکر کې واقع نه شو، موږ ته لوبې او ساعت تیري جواز لري، دا جدا خبره ده چې اصحابه کرامو او له هغو وروسته د هغو دور ته نږدې مسلمانانو به هم لوبې او ساعت تیري کوله، خو د هغوی لوبې او ساعت تیرۍ هم د اسلام د سر لوړۍ په خاطر وې، د آسونو زغلول، د منډې وهلو مسابقې، د لامبلو، توري چلولو، غشي ویشتلو او غیږ نیولو مقابلې وې، څومره چې د اسلام لومړنی دور لرې کېده همغومره په مسلمانانو کې د جهاد جذبه کمزورې کېده او د دې لپاره چې د توري چلولو، غشي ویشتلو او آس زغلولو مقابلې او ساعت تیري وکړي او دا د دې لپاره چې سبا ورځ د اسلام د دښمنانو سره مقابلې ته تیار روزل شوي وي، بر عکس یې شطرنج، د اوښانو ګډا، د مرغانو جنګولو، شعر او شاعرۍ او نورو بې ګټې لوبو او مجالسو ته مخه کړه؛ خیر سوونه کلونه تیر شول، کفارو ټیکنالوژي تر لاسه کړه، تعلیمونه یې وکړل، خپل هېوادونه یې جوړ کړل، مګر د دې هر څه سره سره یې په ټوله موده یعني د اسلام د راتګ نه تر دا نن ورځې پورې د اسلامي امت خلاف جګړې او تیري بس نه کړل، د جګړو تکتیکونه یې بدل کړل، خو جګړه یې ترک نه کړه، هغه دی نن وینو چې اسلامي امت د ذلت په یوه داسې ګرداب کې را ایسار او د داسې بدبختیو سره مخ دی چې مخکې یې چا فکر هم نه کاوه مګر لا هم زموږ ځوانان لګیا دي کرکټ کوي او فلمونه سریالونه ګوري نور نه د خپل دین په غم کې دي نه د اسلامي امت!!
زه تنګ نظره نه یم، زه هم انسان یم، زه هم زړه لرم، نفس لرم، زړه مې آرام غواړي، ساعت تیري غواړي، چکرې او سیاحت غواړي، ښه خوراکونه او شهرت غواړي خو… څنګه آرام وکړم او څنګه لوبې وکړم، څنګه وخاندم او څنګه استراحت وکړم په داسې حال کې چې د اسلامي امت قتل عام شروع دی، اسلام تش په نوم اسلام پاتې دی، علماء شهیدان شول، طلباء یتیمان شول، مدارس شاړ شول، حافظان بندیان شول، ممبرونه مات شول او… زه به لا هم لوبې کوم، ساعت تیري به کوم؟؟ زه به د ژوند ستړیاوي په لوبو او تفریح ختمې کړم، خو هغه یتیمان به څه کړم چې پلرونه یې د صلیبي او یهودي اشغالګرو لخوا په شهادت رسیدلي، هغه کونډې به څه کړم چې د سر سیوري یې ترې دجالیانو اخیستي؟؟ زه به د هغه اسیرانو په وړاندې څه ځواب وایم چې نن د کفارو په زندانونو کې په اوسپینیزو پنجرو کې د اسلام په جرم بندیان دي؟؟؟ زه به هغه قرآن عظیم الشان ته په ورځ د قیامت څه ځواب وایم چې نن د صلیبیانو په بمبارونو کې پاڼې پاڼې شو، وسوزیده او تر خاورو دوړو لاندې شو؟؟
ای وروره زه تنګ نظری نه یم!
ومنه! چې زه هم ستا په شان انسان یم، دومره دردیدلی او کړیدلی یم چې ته به یې تصور هم و نه کړی، دومره ستړی شوی یم چې په ژوندوني رانه مړی جوړ دی، خو زه څه وکړم ته ووایه! خاوره مې اشغال ده، اسلامي شریعت مې په ډیموکراسۍ بدل شو، خپلواکي نه لرم، هدیرې مې تر ښارونو را ورسېدی، اخر ماته خو هم ووایه کنه! ایا زه به په سریالونو، فلمونو او کرکټ خپل حالت بدل کړای شم؟؟ کیدای شي چې زما خبرې درته یو څه سختې وي، مګر څه وکړم که ځان غولوم، لوبی او ساعت تیري کوم، نو هغه ستر مسؤلیتونه چې نن یې زه د یو مسلمان په حیث لرم هغو سره به څه کوم؟؟ زما خو لسګونه زره خویندې د کفارو په زندانونو کې اسیراني دي هغو ته به زه څه وایم؟؟ ای ووایه کنه! په کلي کور کې چې د چا خور او لور څوک په زور یوسي، هغه خلک په کلي کې د شرمه ژوند کولی شي؟ آیا هغوی به په بیغمه زړه وخاندي؟ خوب به وکړي؟؟ آیا هغوی به همداسې غلي کیني او د خپل عزت د تر لاسه کولو لپاره به په خپلو سرونو لوبې و نه کړي؟؟ ښه! نو زه هم مسلمان یم زما خو ۴۰۰۰۰۰ څلور سوه زره خویندې د چینایي کمونیستانو لخوا په زور وړل شوي او اسیراني دي، زما خو له سلو زرو زیاتي خویندې په شام کې بې پته شوې، زما خو تر څلورو زرو پورې خویندې اسرائیلي یهودیانو نیولي او اسیراني کړي دي، زما خو څه د پاسه نوي ۹۰۰۰۰ خویندې په برما کې د بودایانو لخوا د مرګ کومې ته رسیدلي، زما خو یو نیم میلیون افغاني خویندی د اشغالګرو صلیبیانو د ظلم او ستم له لاسه یا کونډې شوې، یا یتمیاني شوې او یا بوري شوي او… ښه! نو زه به څنګه وایم چې په کرکټ او سریالونو غم غلطوم؟؟ آیا له مانه به د دې ژوند د ذری ذرې حساب نه غوښتل کیږي؟؟ آیا زما څخه به دا پوښتنه نه کیږي چې د کفارو وړو وړو بچیانو به په توپونو، راکټ لانچرو، پیکا او ټانګونو لوبې کولی د هغو د استعمال طریقي به یې زده کولی، خو ما به خپلو بچو ته ویل چې بچیانو ټوپک مات کړئ قلم را واخلئ، ما به خپلو بچیانو ته تلویزیون راوړی و او په سریالونو به مې خوشحالول، ما به په کرکټ او فلمونو خپل غم غلطاوۀ، آیا له ما څخه به د هغو مظلومو خویندو د حق پوښتنه و نه شي، چې د کفارو په زندانونو کې اسیراني دي، چې د تن غوښې ګلالي ماشومان یې د یهودیانو په بمبارونو کې شهیدان شول، چې عزتونه یې لوټ، کورونه یې وران او دنیا ورته جهنم وګرځول شوه؟؟؟
آه زما وروره! زه تنګ نظری نه یم، زه په دې تورو غرونو د یو هدف لپاره دا لوږې او تندې تیروم، دا شبګیرې او سختۍ زغمم، خو دا ستا بې غمي مې دردوي، په امت دا څه حال روان دی، اسلام څومره لویې قربانۍ ته ضرورت لري، دا د پیغمبر اکرم صلی الله علیه وسلم امانت د اصحابانو په وینو ساتل شوی اسلام او قرآن نن تا شاته پریښی او وایې چې موږ په کرکټ غم غلطوو آیا ستا دا خبرې د یوه غیرتي مسلمان خبرې کیدای شي؟؟؟ عجیبه ده په مسجد کې دې په پینځو دقیقو کې زړه چوي خو کرکټ او فلمونو ته په بیا په ساعتونو ساعتونو ناست یې، آن لمونځونه ورته پریږدې، خوب ورته پریږدې، د ژوند نور ضروري کارونه ورته پریږدې، خو د دې هر څه سره سره بیا هم وایې چې شکر مسلمان یم؟!! د اسلام لپاره تا کومه قرباني ورکړې او په داسې حال کې چې پر دنیا د دجالیت تورې تیارې راخورې دي، ته په دې لهو لعب لګیا یې، نو اخر ته به ایمان څنګه تیروې؟؟
ته خو ډېر زړور یې چې غم دی دومره سپک او دومره کم دی چې فقط په کرکټ کتلو هم ورکیږي، مګر زموږ غمونو خو زموږ زړونه را وخوړل، ماته خو په غوږ کې اوس هم د هغو ماشومانو اوازونه انګازې کوي چې د شهادت پر مهال یې ویل: زه به د دې ظلمونو ټول حال الله پاک ته وایم……..آه زما وروره! زه تنګ نظره نه یم، خو زما ایمان او اسلام نن له مانه د کرکټ لوبې نه بلکې د کفارو په سرونو لوبې غواړي او ته! شاهد اوسه چې ما تر تا پورې خپل غږ در رسولی دی.
و ما علینا الا البلاغ

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close