د یو ښه رهبر ځانګړتیاوې

ژباړه : مصدق اکرم اسحق زی

رهبري هغه هنر او روش دې چې نه یوازې ددغه روش او هنر له لارې یو تعداد افراد د ټاکلي اهدافوپه سمه توګه او په کم موده کی ټاکل شوې اهدافو د لاسته راوړلو لپاره ګمار شوي وي.
داچې رهبرې ترټولو مشکل او سرخته علم دې نو زمونږ ګران هیواد افغانستان هم ددغه علم څخه بې برخې وو او په اوس وخت کې هم د سم رهبرې نشتون له کبله په هیواد کې بې کاري، د امنیت خراب والې، د لوې قوتدرتونو ترمنخ نیابتي جکړې هیواد کې خپل اوچ ته رسیدلی، ځوانان مو له هیواد څخه په تښته دي،ځوانان مو په امنیتي لیکو کې د نورو د جکړې قربانیان دي، دا تول هغه عوامل دي چې د یو ناسم رهبري تر لاس لاندې هیواد رهبري کیږې.
اوس راځم خپل اصلي موضوع ته دا چې کوم اشخاص او کوم افراد ښه رهبران دي، نو د رهبري عالمانو د یو ښه رهبر لپاره ځینې ځانکړتیاوی ښودلي دي چې باید یو ښه رهبر دغه ځانکړتیاوې ولري.
ځینې وایې چې ښه رهبر په طبعیې ډول دنیا ته راځې او ځینې بیا وایې چې هغوې خپله ځان یو ښه رهبر جوړوي، رهبري دير یو پېچلئ دنده او هغوې چې دنیا ته په طبعیې ډول ښه رهبران راځي نو خپله رهبرې او پېچلې موضوعات په عادي ډول ترسره کوې، او هغوې چې له ځانه ښه رهبر یا لیډر جوړوې نو د سختو شرایطو په لیدلو سره ځان په راتلوونکې کې یو ښه او با تجربه رهبر له ځانه جوړوي.
که تاسې وروسته پآتې او یا هم په عامه اصطلاح دوهم رهبر یاستي او غواړې چې ځانه ښه رهبر جوړ کړې نو تاسې باید ځینې ځانګړتیاوې ولري.
د ښه رهبر ځانکړتیاوې څه دي؟
ولولئ تر څو په شې چې هغوې کوم ډول ځانګړتیاوې لري.
۱ـ عمل وکړې او په دغه کار کې د نورو الهام بخش واوسئ:
دا چې ښه رهبر شې نوپاڅېږې او لاس په کار شې، هیڅ څوک په ناسته او په امر کولو فوق العاده رهبر نشئ. په یاد ولرې چې ښه رهبر د مدیریت او رهبرې په مقام بسنه نه کوی، بلکې خپل انرژي څخه ګټه اخلئ او د نفوذ راتولونه په لټه کېږي، چې دوې موثر او فعالوې د نورو رهبرې لپاره.
۲ـ پخپل ارتباطاتو کې محترمآ رفتار وکړې.
ویل کیږې چې د بریالی کیدو کیلې ارتباط یا اړیکه ده. دغه مسله د مشهورو رهبرانو کې ښه لیدل کیږې، چې نه یواخې هغوې د خپل لاس لاندې اشخاصو سره ارتباط نلري بلکې محترمآ اړیکه هم لري. فرق نه کوي چې هغوې په تیمې جلساتو واوسئ، یو په یومذاکره ولري، یا د تلفون او یا هم د مسیج کې سره په اړیکه کې وي.
۳ـ متعهد واوسئ
ایا غواړې چې خپل ټول غوښتنو ته ورسېږې او په همدې ډول د خپل همکارانو او لاس لاندې افرادو احترام ترلاسه کړې؟ نو کوم کار چې د لاس لاندې لري نو کاملآ وفادار واوسئ او خپل ځان کار ته وقف کړې.
یعنې تاسې خپل اهداف وڅارې او عمل وکړې، او خپل کار څه لوی کار وي څه ورکوتې وي په حداکثره قوت سره مو ترسره کړې.
علاوه ددې چې تاسې خپل کار او یا هم وظیفه ته تعهد لرې، واقعې شور او شوق، او په همدې توګه د ترسره کولو هدف لرې. په همدې شکل سره تاسې چې کله د کار سره شوق رامنځته کوې، په دغه وخت کې ټول قوت مو د هدف رسیدو ته ډیر وي.
۴ـ تخصص او فني ضرافت رامنځته کړې
پخوا رهبرانو به مهارتونه لکه خرڅ،طراحي او حسابدارې او غیره خپل کار به یې پېل کول. اما بهترین خلک هغه نقطه په وخت بدل کول کوم ته چې په لاس راغلې، په دغه توګه هغوې به په خپل رشته کې فوق العاده کارپوهان کیدل.
۵ ـ مهارتانه فکر وکړې
د کسب او کاررقابتونو کې، په اوس وخت کې تصمیم نیونې په صریح او قطعی نه نیول کیږې،په دغه ډول تصاممو کې د سړیان د خپل اولادونو څخه فرق کوي،چې ښه رهبران د یو سخت شراطو څخه وځې او په سرعت سره یومهم تصمیم نیسې.
لازمه ده دلته یو نقطه په یاد ولري که غواړې چې ښه رهبر واوسئ نو مهارتانه فکر وکړې او په سختو حالتو کې متبکر واوسئ.
۶ ـ د سختو حالتو سره مخامخ مقابله وکړې
په یو دنیا کې هر څه د پلان سرپرمخ ځي، اما متاسفانه مونږ په یو کامل دنیا کې ژوند نه کوو، او کله نا کله د داسې اشتباهاتو سره مخامخ کیږو علاوه ددې چې څومره زیار او کوښښ کوو.
په دغه وخت کې د یو ښه رهبر لپاره دا مهمه ده چې ناهیلئ نشي او شاید چې دغه ناهیله توب په ټول تیم منفي اغیزې ولري،په همدې دلیل باید چې هغه په خپل نفس اعتماد ولرې او ټولو ته دې اطمینان ورکړي، چې رامنځته شوې موانع طبیعې دي او بهتره دې چي اراه واوسو او خپل کار ته په ارامه توګه دوام ورکړو.
۷ـ شوخ تبعه واوسئ
رهبري یو جدي مسله ده، اما دا په دې معنا نه ده چې د خندا لپاره پکې ځاې نشته. په یاد ولري چي لږ شوخي په کارې فضا کې سالم اغیزه لرلې شي. نو ضرو ده چې لږ شوخي او یا هم خپل شخصي خبرې وکړې نو په دغه توګه کولاې شي چې د کارکونکو روحیه پیاوړې کړې او د کار کولو سطحه یې ډیر کړې.
۸ـ زیرکتیا درلودل
رهبر باید هوښیار او زیرک وي ترڅو په لویه پیمانه معلومات راټول او تجزیه کړي همدارنګه د اینده لپاره پیش بینه اوسی او د ژور تحلیل خاوند واوسي.
۹ د ښه اجتماعي خصوصیاتو درلودل
رهبر باید د ښه او حسنه اجتماعي خصوصیات ولري لکه متقابل درناوي، بي تعصبي، تحول پذیري، ښه رویه، ښه احساساد او نور.
۱۰ـ رهبر باید د هڅې او هاند خاوند وي
په دي معنا چې رهبر باید تل کوښښ کې وي چې د هغه تکتیکونو څخه استفاده وکړي په کومو کې چې د خلکو ګټې نغښي.
د یو ښه رهبري پیدل کیدل او د پرمختللي افغانستان په هیله

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close