د ۱۵ والیانو دندې او معاشات وځنډول شول

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ مرغومی ۱۶) زرغون خوږیاڼی

د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې عالي ادارې ویلي، په هیواد کې یې د ۱۵ والیانو،چې خپلې سرمایې یې نه وې ثبت کړې، دندې او معاشات ځنډولي دي.

یادې ادارې ویلي، چې دغه والیان دې خپلې شتمنې د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې په اداره کې ثبت کړي، تر څو چې یې خپلې شتمنۍ نه وي ثبت کړي معاشات یې نه ورکول کیږي.

د هیواد دوزیرانو شورا د قانون د ۱۹ مادې له مخې ۱۷-۹-۱۳۹۵ پریکړه وکړه، چې په هیواد کې به د لوړو څوکیو چارواکي خپلې شتمنۍثبت او د بریښنايي رسنیو له لارې خپرې کړي.

همدارنګه د ماليې او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ له وزارته غوښتل شوي،چې  د هغو حکومتي چارواکو چې خپلې شتمنۍ یې ثبت کړي، په خپرولو کې له   د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې عالي ادارې سره مرسته وکړي.

په یادو والیانو کې د پکتیکا والي الیاس وحدت، د زابل والي بسم الله افغان مل، د بلخ والي عطامحمد نور، کاپیسا والي سید محمد خالد، د نورستان والي حافظ عبدالقیوم، فاریاب والي سید انور سادات، د غزني والي کریم متین، د بدخشان والي احمد فیصل بیکزاد، د بغلان والي عبدالستاز بارز، د کندوز والي اسدالله عمرخیل، د پکتیا والي زلمی ویسا، د هلمند والي حیات الله حیات، د کندهار والي همایون غزیزي، د خوست والي نصر الله ارسلا او د ارزګان والي نذیر احمد شامل دي، چې معاشات او دندې یې وځنډول شوې.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close