د ۲۰۱۶ز کال تر ټولو غوره سمارټ فون وټاکل شو

 عبدالهادي همت

د سمارټ فون په تولیدولو کې ايپل او سامسنګ کمپنۍ د یو بل قوي حریفان دي او نږدې هر کال د غوره سمارټ فون انتخاب هم ددې دوو کمپنیو له موبایلونو کیږي.

سږ کال (۲۰۱۶ز) کال د سمارټ فون سامسنګ کمپنۍ د سمارټ فون ایپل کمپنۍ ته په ماتي ورکولو سره دا اعزاز د ځان کړو.

د ډیلي سټار برطانوي خبري اژانس په خبره، تیره ورځ په لندن کي (EE Pocket-lint Gadget) په مقابله کي د سامسنګ کمپنی سمارټ فون ګلیکسي ایج 7 د ۲۰۱۶ز کال غوره موبایل وګڼل شو.

د ایپل کمپنۍ آئي فون 7 موبایل ددې مقابلې دویم ګټونکی اعلان شو.

که څه هم د سمارټ فون په برخه کي ایپل دا اعزاز تر لاسه نه کړو؛ خو د لیپ ټاپ آئی پیډ او سمارټ واچ په برخه کي دا اعزاز ایپل کمپنۍ ته ورکول شو.

 د ليپ ټاپ او سمارټ واچ په برخه کي (apple watch series 2) او (macbook pro) د ۲۰۱۶زکال غوره تولیدات وګڼل شول.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close