د ۵۰۰۰ کلن افغانستان ولسمشر او د سولې څپانده سيلاب

انجنیر عمیر ویاړ

خورا د افسوس وړ خبره ده چې د 5000 کلن افغانستان واګي د داسې پخو غلامو ماشومانو په لاس کې لویدلي چې د د څو ډالرو د ترلاسه کولولپاره د غلامۍ تر پولو هم تیریږي.
لوستونکي په جریان کی دی چی په کراتو مراتو ولسکشر غني هڅه وکړه څو د امریکا او طالبانو ترمینځ د سولې روانې خبرې اترې سبوتاژ کړي او هغه داسې چې کله ولسمشر ټرمپ ته پټ په پټه لیکونه استوي چی امریکایی فوځونه باید له افغانستانه ونه باسي او د جګړې ناورین باید ادامه پیدا کړي، بل ځل یې د ملګرو ملتو امنیت شورا ته شکایت وکړ چی د طالبانو مشرتابه په تور لیست کی دی او باید د سولي لپاره له سفرونوکولو منعه کړای شي بل ځل یې ناري سوری وکړی چې دا د سولی غونډی هیڅ مثبته نتیجه نشي ورکولای ځکه چی کوم اجریوي صلاحیت نلری، کله بیا وایی چې زر کاله دی نور هم صبر وکړی هیڅوک به رانه هغه سوله چې د ده خوښه نه وي ونکړای شي.
بالآخره دادی دا سیلاب اخیستی ولسمشر نن هر بوټی او زګ ته لاس اچوي څو د سولې روان سیلاب یې لاهو نکړی، دا ځل یې د امنیت شورا ريس د ملا یونس آکا ځوي محب خان پټ په پټه لومړی ټریننګ کړ او بیا یې امریکا ته واستاوه څو امریکا ته څه ووایي، محب د غني د لوډسپیکر په حیث په امریکا کی د غني ببولالی وغږولی چی د امریکا غوسه یی راوپاروله، ځکه محب له شرمه ډکې خبرې وکړی، چې هم یی امریکا ته ځان سپک کړ او هم یې اسلامي امت ته او هم یې خپلو هیوادوالو ته ځکه چې په خپلو خبرو کی یی وویل چی د طالبانو سره د امریکا سوله د سپتمپر۱۱مې د سوداګریز سنټر د ۵۰۰ قربانیانو سپکاوی دی، یعنی د محب هدف دا و چی طالبانو د امریکا یاد سنټر کی ۵۰۰ کسان وژلی او امریکا یی په مقابل کی په افغانستان کی نږدی نیم ملیون انسانان ووژل امریکایان نور له دغو وژنو ستړي شوی دی ځکه سوله کول غواړي خو د غني زړه لا هم یخ نه دی او وایی چی باید د سوداګریز مرکز د قربانیانو د کسات لپاره باید د طالبانو سره سوله ونشي او باید د افغانانو قتل عام ته ادامه ورکړای شي، یعنی غني او محب خان ته د امریکایانو وژل ستره او اهمه خو د افغانانو وژل کیدل ورته بی ارزشته ښکاري. نو د هیواد واګي مو داسی کرکټرونو ته په لاس ورغلی.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close