د ‏انس حقاني په تړاو د حکومت غبرګون

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ سلواغه ۲۳)

په داسې حال کې چې طالبانو په رسمي توګه اعلان کړی چې د امریکایانو سره یې د مذاکراتو د پر مخ بیولو لپاره د پخواني جهادي مشر مولوي جلال الدین حقاني ځوی انس حقاني چې اوس په بګرام زندان کې د بند شپې او ورځې تیروي، هم د مرکچي پلاوي په لیست کې داخل کړی، ارګ یې په تړاو غبرګون ښودلی.
د جمهور رئیس غني ویاند شاه حسین مرتضوي وایي، تر اوسه د انس د خلاصون په تړاو هیڅ ډول تصمیم نه دی نیول شوی او په وینا یې چې د افغانستان حکومت به قانون ته په کتو سره د مجرمینو پر وړاندې تصامیم نیسي.
مرتضوي نه دي ویلي، چې نوموړي په ځانګړې توګه کوم جرم ترسره کړی وو.
انس حقاني چې په بحرین هیواد کې د امریکایانو لخوا ونیول شو او بیا بګرام زندان ته واستول شو، د طالبانو په لیکو کې هیڅ صلاحیت او واک نه درلوده.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي؛

“ انس حقاني په مذاکراتي ټیم کې ټاکل شوی؛ خو تر اوسه پورې لا له بنده څخه نه دی آزاد شوی، څرنګه چې نوموړی یو طالب العلم وو او کوم داسې فعالیت یې نه درلود چې ورباندې زنداني شي، نو ځکه باید آزاد او په مذاکراتي ټیم کې خپل فعالیت پیل کړي.“

باید وویل شي چې د طالب مشرتابه په لارښوونه نن د ملابرادراخُند لخوا چې د شیخ هبةالله اخُندزاده سیاسي مرستیال دی، د قطر سیاسي دفتر ته ۱۴ کسان ور وپیژندل شول چې په کې انس حقاني هم شامل وو.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close