د OK اصل څه دی؟

ژباړن: رحمت الله نړیوال

ډېری داسي رموز او لنډیزونه شته؛ چې د وخت یا ځای د لږ والي لامله یې موږ کارولو ته اړیږو،د هغې له جملې نه یو د OK لنډیز هم دی،چې د ډېرو مقاصدو لپاره کاریږي،او په ډېرو ژبو کې شهرت لري،یوه په کې عربي هم ده.

د ok په اړه ډېری ګومان کوي؛ چې دا یو نوی لنډیز را څرګند شوی دی،خو حقیقت دا دی،چې ok سلګونه کاله وړاندې تاریخ لري،و ډېرو قبیلو او توکمونو ته یې د را څرګندېدو لومړیتوب منسوبیږي،او دا لنډیز یې د ژبې او ثقافت برخه ګنل کیږي،په همدې موضوع ځیني اندونه درسره شریکوو.

د بریطانوي جګړو اند o killd

ویل کیږي چې په بریطانوي جګړو کې د راپور لپاره چې کوم لنډیزونه کارېدل، هغه د ok لنډیز د را څرګندېدو اصل لامل و،بریطانوي فوځ چې به خپل جنرال ته ورځنی راپور لیږی،هغوی به داسې ورته لیکل:(6k monday) یعني نن مو شپږ مړي درلودل او مله چې به مړي نه و شوي؛نو به راپور کې ok ولیکل،یعني نن مو مړي صفر ول،آن چې د وخت په تېرېدو ننۍ ok ترې جوړه شوه.

د مارتن فان بارن د ټاکنې اند

ځیني په دې اند دي،چې ok د مارتن فان بارن د زوکړې ځای نه را لنډه شوې کلمه ده او د نوموړي پلویانو به د خپل ګوند د شعار او د نوموړي پر بریالیتوب د را هڅولو لپاره کاروله،له همدې ځایه د دې لنډیز استعمال پیل شو،او آخر د توافق او منلو کلمه وګرځېده.

د پسخند کلمې اند

ځیني بیا په دې اند دي،چې ددې لنډیز د را څرګندېدو لومړیتوب و یوې امریکایې ورځپاڼې the bost morning post ته منسوب دی،چې هغوی په ۱۸۳۹م کال کې لومړی ځل ok all correct  د پسخند په توګه وکاروله،له همدې ځایه دا لنډیز را پیل شو ، چې وروسته د منلو او توافق یوه نړیواله کلمه وګرځېده.

د ټیلیګراف اند

ځیني وایي: چې د ok لنډیز د ټیلیګراف ابتکار دی،د ok په هر حرف کې د مال او پیسو د ساتنې مانا پرته ده،لیږونکي به خپل مقصودي کس ته د ځواب په توګه د ټیلیګراف په ذریعه  ok ولیږله ، یعني ډاډمن شه چې پیسې په خیر را ورسېدې،له همدې ځایه دا کلمه را پیل او اخر ترې نړیــوال تعبیر جوړ شو.

نن سبا کابو یو پیغام او برېښنالیک له دې لنډیزه خالي نه دی، تقریبا د نړۍ ټولې مشهورې ژبې یې پېژني او (د منلو او توافق په معنا یې) کاروي،که څه هم دا یوه انګلیسي کلمه ده،خو زموږ عربي ژبه کې هم شهرت لري.

د لیکنې په پای کې هیله کوم، چې د ok د را څرګندېدو په اړه به مو نوي معلومات در کړي وي او ښکاره خبره ده چې د ok د را څرګندېدو په اړه اندونه او روایتونه مختلف دي،نور قضاوت پر تاسو پرېږدو ، چې اصل روایت کوم یو ګڼی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close