د (x) ایکس نښې راز

لیکوال : سلیمان ابراهیمی

ژباړه  : مشال  خاورین

ـــــــــــــــــــــــــــــــــ

نن ورځ د ډيرو خلکو په موټروکې د x نښه ځړیدلي وي، خو ایا پوهیږۍ دانښه چې یو ځانګړی شکل لري موخه او هدف ترې څه دی!؟

له بده مرغه په اوسني وخت کې چې ډيری شیطاني او صهونیستي نښې چه په نړۍ  او زموږ ګران هیواد افغانستان کې په یو نه یو ډول سره  یې دخلکو په منځ کې شهرت موندلی دی او کارول کیږي،دا د شیطان پرستۍ یو ځانګړی ډول دی، چې موږ ته د سترو فتنودپيل لپاره یوه ستره انګیزه راکوي، اودا انګیزه په یو نه یو ډول زموږ مذهبۍ او عقیدوي ارشادات خپل هدف ګرځوي.

  یوله نوموړو نښو څخه د x نښه ده، چې د موټر دمخامخ هندارې لاندې دتورې ټوټې پر مخ په سپین رنګه سره راځړیدلي وي.

    که په عامه توګه اساسي موضوع ته راشو نو، دنړۍ پر مخ له هند څخه نیولې چین،یونان ، ایران ، روم ،مصر اوداسې ډیری تمدنونو شتون درلود، او د دویو په منځ کې په مختلفو نومونو مختلف کفري خدایان او شیطاني نښې نښانې موجودې وې.

   یو له نوموړیو تمدنونو څخه دمصر تمدن دی، چې دویوبه په خپل هیواد کې دقانون دتطبیق او عملی کولو تر نامه لاندې دکفري خدایانو او دشیطان پرستۍ مختلفې زده کړې ورکولې.

   یهودان چې په نوموړې سیمه کې میشت و، اوبیا دموسی ع په دوران کې له نوموړې سیمې څخه هجرت ته اړ شول، نو یهودانو له ځانه سره ټول الحادي او جادوګري کلتور چې د(کابالا)په نوم سره یې شهرت درلود انتقال کړ،اود نوي دین په نامه سره یې مسمی کړ، چې بیا ورسته یې لاپسې د دین په نامه داسې زیاتونې وکړې ، چې په بیانولو سره ژبه ورباندې شرمیږي.

   دغه سرطاني شبکې په پټه سره خپلو حرکت ته ادمه ورکړه ، تردې چې نن ورځ په نړیواله کچه ستر ستر سازمانونه ترې جوړ شول، چې د فراماسونري،ایلومیناتی ، واتیکان مذهبی مرکزونه یې کره بیلګې دي.

   دیادنې وړ ده چې په یادو تمدنونو کې یوازینی مصري تمدن و،چې دنښو نیښانو زیاته کارونه ورکې کیدله او له دې لارې به یې خپلو موخوته ځآنونه رسول،یو له نوموړیو نښو څخه چې مصریانو به په خپلو مذهبي چاپيریال کاروله هغه دوه مقتاطع خطونه و، چې دشیطان پرستۍ اوهمدارنګه دخپلې خشوع او خضوع څرګندونه به یې ورباندې کوله.

ط

همدارنګه په مصري تمدن کې د درناوی او حترام د ادأ لپاره دا هم عامه وه چې خپل لاسونه به یې دضرب دعلامې په شکل خپلو سینو دپاسه نیول،ډيری وخت به ځانګړو مجسمو او همدارنګه مصري بادشاهانو سره لیدنو  اوکتنو کې نوموړې کړنه سرته روسوله چې هدف یې ترې شیطان پرستې او نوموړي ته درناوی و.

یاده نښه چې سرچینه یې شیطاني  پرستي ده،د وخت په تیریدو سره قدم په قدم له یوه نسله بل نسل ته ور انتقال شوه ،تر دې چې په (۱۶۰۰) میلادي کال کې د (بومه) په نامه یو کابالیست او کیمیاګر چې له المان څخه و، نوموړې شیطاني علامه  بیاځلې په اروپاکې مروج کړه.

    وروسته له (بومه) څخه به په پټه سره له یادې نښې د صهونیستان، کابالیستانو ، فراماسونها او شیطان پرستان ترمنځ  دیو ارتباطي کوډ په شکل سره ترې کار اخیستل کیده،تردې چې اوس نوموړې علامه په ښکارتوګه سره دفلمونو په شکل او همدارنګه زموږ په ورځني ژوند په نورو برخو کې کارول کیږي ، او لکه مخکې چې یادونه  ترې وشوه ،هدف او موخه یې ترې شیطان پرستي او نوموړي ته درناوی پر ځای  کول دي.

   نو په همدې اساس دصهونیستا نوشیطانی دستګا هڅه کوي ترڅو دغه ډول نښو له رواجولو سره ځانونه شیطان(دجال) راتګ ،او همدا راز شیطان پرستۍ ته د درناوۍ په موخه تیار آمده وښایې،او دمسلمانانو له ناخبرۍ څخه په ګټه اخیستنې سره له مختلفو زاویو دفکري او عقیدوي استعمار لاندې راونیسي او خپلې دجالي مفکوری فرمولې ورباندې تطبیق او عملي کړي.

  نو په همدې اساس موږ ته لازمه ده ترڅو دا ډول ګواښونو ته پام ولرو، او  پر وړاندې یې لازم تدابیر ونیسو.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close