ذبيح الله مجاهد: امریکا دې دخبرو فرصت په بهانو نه ضایع کوي

.

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ کب ۲۲ فرید افغان)

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد د امریکا د دفاع وزیر جیمز مټیس هغو خبرو ته چې ویلي یې و، “یو شمیر طالبان تیار دي تر څو له افغان حکومت سره مذاکرات وکړي“، غبرګون ښودلی.

مجاهد بي بي سي ته ویلي؛ امریکا باید د مذاکراتو وخت ضایع نه کړي او مخامخ خبرو ته ځان چمتو کړي.
مجاهد ویلي “که امریکایان وغواړي چې مسئله د خبرو له لارې حل شي، نو موږ چمتو یو د امریکایانو سره چې موږ ورسره په جګړه کې ښکیل یو د جګړې ترڅنګ مخامخ خبرې هم وکړو“
نوموړی وایي چې له امریکایانو سره مخامخ خبرې کول امکان لري د جګړې د خاتمې او د یوې هوکړې د رامنځته کیدو سبب شي
نوموړی د بي بي سي د خبریال د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل “ ولې تاسو ولیدل چې بیلا بیلو امریکايي چارواکو زموږ سره خبرې کول رد کړي دي“
مجاهد ګواښ کړی چې که امریکا مخامخ مذاکراتو ته چمتو نه شوه دوی به یې په ټول توان سره د جګړې په ډګر کې مات کړي.
د مجاهد په وینا “موږ به دا تصور غلط ثابت کړو چې یو شمیرخلک فکر کوي د افغانستان جګړه کټونکی نه لري. “
مجاهد وایي تاریخ شاهد دی چې افغانان له هرتجاوزګر څخه د جګړې ګټونکی دي او په خبره یې چې دا کار بیا هم کیدلی شي.
د یادونې وړ ده چې طالبانو لا هم د افغان حکومت وړاندیز ته کوم پریکنده ځواب نه دی ورکړی .
ډیری شنونکي وایي؛ طالبان پوهیږي چې د کابل شړیدلې اداره د داخلي اختلافاتو سربیره مستقل واک او ځواک هم نه لري او له امریکایانو پرته له هغوی سره مخامخ خبرې کول د وخت د ضیاع په معنا ورته ښکاري.
د یادونې وړ ده چې طالبانو په ځلونو ویلي چې د دوی مقابل لوری امریکایان دي او پر افغان ځواکونو یې په وار وار غږ کړی چې د هغوی له ملاتړ نه لاس واخلي او لږ تر لږه دوی دې پریږدي ترڅو په خلاص لاس د بهرنیانو پرضد وجنګیږي.طالبان وایي؛ افغان عسکر د بهرنیانو د مدافع ځواک په څیر له دوی سره جګړه کوي نو دوی مجبور دي ترڅو لومړی دهغوی دفاعي قوه له منځه یوسي

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close