ذکي : د تخار امنیه قومندان او جنايي آمر خلک تښوي

کابل ټکی کام ( دوشنبه  ١٣٩٤ لړم ٢۵/ ٢٠١٥ م نومبر  ١۶)

تېره ورځ په ولسي جرګه کې د تخار استازی قدرت الله ذکي وويل، چې داسې اسناد یې ترلاسه کړي دي، چې په په بنیاد يي جوتيږي، د تخار امنیه قومندان نورمحمد حکيمي او جنايي مدير معلم عبدالروف خلک اختطافوي په بدل کې يي پيسې اخلي .

همدارنګه ذکي وويل که زما دغه اسناد ناسم وي زه دېته تیار يم چې ځان محکمې ته وړاندې وسپارم.

ذکي زیاته کړه  که د اشرف غني اداره د دغه خلکو مخه و نه نیسي او له دندو یې کوښه نه کړي، نو خلک به یې پرضد پاڅون وکړي .

ذکي یوه ويډو هم رسنیو ته ورکړه چې په کې قومي مشران د نوموړي دغه تورونه تاییدوي او د دغو دواړو چارواکو د شړلو غوښتنه کوي.

قدرت الله ذکي دغه راز وويل که دغې خبرې ته دولت جدي پام ونه کړي نو ولس دېته تیار دی، چې پورته شي او ددغو مسؤلینو په وړاندې وسلوال پاڅون وکړي .

سليم بریال

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close