راتلونکو ټاکنو کې به د خلکو ګډون کمرنګه وي

راپورتاژ: الماس خدرخېل — د تېرې شنبې په ورځ په افغانستان کې د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو د ټاکنو لپاره د نوم ليکنې بهير پيل شو.

د ولسي جرګې اداري پلاوي مرستيال منشي عرفان الله عرفان وايي، د انتخاباتو د خپلواک کمېسيون او د وګړو د ثبت او احوالو د ادارې نه همغږي او په ولايتونو کې د نا امنۍ له کبله د رايې ورکوونکو نوم ليکنه له خنډ سره مخ ده.

نوموړی وايي، د ادارو تر منځ نه همغږي، د تذکيرو وېش او په ډيری ولايتونو کې نا امنۍ هغه ستونزې دي چې ګمان کېږي ډيری خلک د تذکيرو اخيستو او رايې ورکونې کارتونو اخيستو ته زړه ښه نه کړي.

تېره ورځ د افغانستان د نفوسو د احوالو د ثبت ادارې وياند روح الله احمدزي وويل: په هېواد کې شل ميليونه وګړو کاغذي تذکيرې ترلاسه کړي زياتوي چې په دې ډله کې داسې کسان هم شتون لري چې په يوه ځان يې لس تذکيرې هم اخيستې وي.

په عين حال کې د ازادو او عادلانه انتخاباتو بنسټ هم په دې اړه اندېښنه څرګندوي او د (فیفا) مشر یوسف رشید وايي، د نوم ليکنې د پروسې په اړه د عامه پوهاوي نه شتون او په ځينو سيمو کې د خلکو له لوري د انتخاباتو مرکزونو ته اجازه نه ورکول به د دې لامل شوي چې خلک به د رايو کارتونه ترلاسه نه کړي او خپلې رايې به ونه کاروي.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي چې د نوم لیکنې په لومړۍ ورځ ۶۵۱۶ کسانو نوم لیکنه کړې، خوزیاتوي د نوم لیکنې د ۱۴۱۹ مرکزونو څخه ۴۴ مرکزونه چې په مختلفو ولایتونو کې د سقوط په منطقو کې راغلي وو نه دي پرانیستل شوي

د یوسف رشيد په خبره، داسې مرکزونه هم و چې  دوو تنو او يا پنځلس تنو پکې نومليکنه کړې وي.

که څه هم د ټاکنو کمېسيون کميشنر حفيظ الله هاشمي په تذکيرو کې د تخنيکي پاڼې نښلول مهم ګڼي چې په دې سره د درغليو مخه نيول کېږي خو د هېواد په زياتره سيمو کې ولسي وګړي وايي دا چې د هېواد نږدې پنځوس سلنه خاوره د طالبانو تر حاکميت لاندې ده نودوی ته په تذکيره کې تخنيکي پاڼه لګول امنيتي ستونزې جوړوي او د نوم ليکنې په بهير کې به ګډون ونه کړي.

دغه راز په هېواد کې يو شمير سياسي ګوندونو او خوځښتونو هم په مشروط ډول د انتخاباتو له کمېسيون سره د همکارۍ غږ وکړ.

په افغانستا کې د اته ويشت ګوندونو په استازيتوب اوو ګوندونو د ټاکنو په تړاو شپږ غوښتنې وکړي چې مهمې يې په مرکز او ولاياتو کې د څارخونې جوړول، د رايو د ضایع کېدو مخنيوي لپاره د ګوندونو نوملړ جوړول، بې ځایه شويو او نويو راستنېدونکو ته په ټاکنو کې د برخه اخيستو زمينه برابرول، په نا امنه سيمو کې پر حذف شويو مرکزونو بيا غور کول او څو نورې غوښتنې دي.

دوی وايي، که غوښتنې يې ونه منل شي نو له ټاکنو کمېسيون سره به هيڅ همکاري ونه کړي.

د شنونکو په باور، خلک ځکه د انتخاباتو د رايې ورکونې لپاره له نوم ليکنې ډډه کوي چې يو خو په تېرو ټاکنو کې خلک بې باوره شوي، ځکه چې خلکو خپلې رايې وکارولې خو د خلکو د رايو پر ځای د افغانستان برخليک جان کيري وټاکه، دوهمه دا چې د تذکيرو له مخې د رايې اچونې کارتونه ترلاسه کول چې ډېر پيچلي دي او درېيم نا امني هغه څه دي چې د هېواد له نيمې برخې زيات خلک به دغه نوم لیکنه ونه کړي او خپلې رايې به ونه کاروي.

د يادونې ده، چې د ګډ حکومت مشر اشرف غني له طالبانو وغوښتل چې په دې ټاکنو کې برخه واخلي خو طالبانو په يوې اعلاميې کې وويل: : که د اشغال تر سیوري لاندې د ولس زعامت یا شوراګانې ټاکل کیږي؛ نو دا به له هېواد او مسلمان ملت سره ستره جفا او یوازې د هېوادوالو او نړیوالو تېرایستل وي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close