راتلونکی پارلمان به ولس په وينو خړوب کړي

سرليکنه

د پارلمان لپاره ټاکنيز بهير له پیله اختلافات درلودل. پر شونتيا او ناشونتيا یې په مياشتو مياستو ناندرۍ روانې وي. خو بيا هم پر دې پروسه د ډالرو لګښت شوی ؤ، ځکه اوس دا دی خلک رایې اچوي، خو په خپلو رایو هیڅ باور نه لري.

په افغانستان کې پارلمان دمخه يوازې د شورا بڼه درلوده، چې د امير شېرعلي خان په دور کې پیل شوه او د امان الله خان تر وخته یې دوام دلود. درې ګونو قواوو به د هېواد په اړه پرېکړې کولې، خو همدا پارلمان بيا د نادر خان د دورې پر مهال پر دوو برخو، ملي شورا او داعيانو په نوم، ووېشل شو. غړي یې هغه وخت تر ١١١ زيات نه وو، خو د ملت وګړو څه باور پرې درلود؛ د اوسني پارلمان په څېر چا غوجل نه ورته ویل.

اوس یو ځل بیا پارلمان ته نوې څېرې روانې دي. خو راتلونکی پارلمان به هم د تېرو پارلمانونو په  څېر وي. د کمونست نجيب په څېر به ټول انتخابي نه، بلکې انتصابي غړي ولري. د انتخاباتو په نوم لګښتونه وشول خو معامله په انتصاب روانه ده. راتلونکی پارلمان د ولس لپاره هيڅ ګټه نه لري او نه ترې د ګټې تمه کيږي.

په اصل کې، د افغانستان پارلمان د افغان ولس د درد درمل کولو لپاره نه جوړيږي. د اشرف غني حکومت پخپله نامشروع دى. اشرف غني چې چا ته رايه ورکړي، آيا هغه پارلمان به مشروعيت ولري؟ نه هيڅ کله نه. نامشروع هيڅکله چاته مشروعيت نشي وربخښلاى.

په تېرو پارلمانونو کې ولس له خپلو وکيلانو څه وليدل چې اوس به یې ترې وګوري؟ په پارلمان کې د هر ولايت تش په نوم استازي ناست وو، خو پر خپل ولس یې په يوه او بل نوم بمبار روان ؤ.. پر جنازو، ودونو، جوماتونو، او د خوښيو پر محفلونو بمونه غورځول کېدل.

اوس هم همغه حالت دی. کوم پارلمان چې په وينو بهېدو جوړ شي، هغه به ولس په وينو خړوبیږي، د بل هيڅ تمه ترې نه شي کيداى. په اوسنیو نوماندانو کې به داسې څوک شي چې ولس له بهرنيو ځواکونو وژغوري؟ نه. چې دواړه ډاکټران له بهرنیو تېریګرو ځواکونو د خپل ولس پوښتنه نشي کولای، نو د پارلمان یو وکیل به یې څنګه وکړي؟ پلورل شوي د بادارانو پر وړاندې د څه ويلو حق نه لري. ازمويل شوي بايد بيا ونه ازمويل شي. جعلي ټاکنې او جعلي پارلمان به مو ولس د تېر په څېر يو ځل بيا په وينو خړوب کړي.. بل هيڅ به په لاس رانه شي.

 

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close