راتلونکې اونۍ کې د ایران یو لوړپوړى پلاوی عربستان ته ځي

کابل ټکی کام ۲۰حمل/۱۳۹۵، سمسور ګیلاني

خبري رسنیو خبر ورکړی دی، چې راتلونکې اونۍ به د ایران یو پلاوی عربستان ته ولاړ شي، او د هغې هېواد له چارواکو سره به د حج د ترتیباتو په اړه خبرې وکړي.

دغه سفر داسې مهال ترسره کیږي، چې سعودي عربستان او ایران ترمنځ په دې وروستیو کې اړیکې غوڅې او کړکېچنې شوې.

له هغه وروسته چې سعودي یوه شیعه عالم شیخ نمر اعدام کړ، او ایراني مظاهرچیانو د سعودي د دغه کړنې په غبرګون کې د سعودي عربستان پر سفارت او پر قونسلګرۍ حمله وکړه، نو سعودي دواړه وتړل.

همدا راز تېر کال د حج په مراسمو کې د ټېل ماټېل له کبله یوه ستره پېښه رامنځته شوه، چې زرګونه کسان پکې مړه شول، او په دغو مړو شویو کې تر ټولو لوړه شمېره د ایراني حاجیانو (۴۶۴) وه.

د یادولو ده، چې د سعودي او ایران ترمنځ د اړیکو د پرې کېدو وروسته دا د ایران له لورې د یوه رسمي پلاوي لومړی سفر دی.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close