راتلونکې “جمعه“ په مسکو کې د افغان سولې په تړاو غونډه جوړیږي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ لړم ۱۳)

د فرانس پرس خبري اژانس د راپور له مخې روسيې له  افغان چارواکو سره په همغږۍ پریکړه کړې چې د نومبر د میاشتې په نهمه نیټه چې د جمعې له ورځې سره سمون خوري  په پلازمینه مسکو ښار کې  د افغان سولې په تړاو غونډه دایره کړي.
روسیه وایي ، په دې غونډه کې به د افغان حکومت او طالبانو استازي ګډون وکړي او تر څنګ به یې د کرزي او عطانور په ګډون یو شمیر مهم افغان سیاستوال هم برخوال وي.

روسیې دغه راز د امريکا، هند، ايران، چين، پاکستان او د منځنۍ اسيا د پنځو جمهوريتونو استازي هم دغه کنفرانس ته وربللي دي.
افغان حکومت وایي،چې د سولې شورا یو هیئت روسیې ته ځي چې د مسکو په ناسته کې ګډون وکړي.
بهرنیو چارو وزارت هم منلې چې د سولې عالي شورا هیت روسیې ته ځي او د حکومتي هیئت د ګډون په تړاو له روسیې سره خبرې روانې دي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close