راتلونکې ټاکنې، روان وضعيت او پر وړاندې يې ګواښونه

راپورتاژ: الماس خدرخېل

د افغانستان د ټاکنيزو شکاياتو کمېسیون له نوملړه د پنځه دېرش احتمالي نوماندانو ليرې کولو پرضد اعتراضونو،د ټاکنو کمېسيون ته د سياسي ګوندونو خبرداری او د افغانستان روان ګواښونکی وضعيت ښايي راتلونکي انتخابات له خنډ او ځنډ سره مخ کړي.

څو ورځې مخکې د ټاکنيزو شکاياتو کمېسیون اعلان وکړ چې د احتمالي نوماندانو له نوملړه يې پنځه دېرش نوماندان په دې تور ايستلي چې پر دوی باندې د ځمکو د غصب، نامسووله وسله والو په درلودو او ځينو نورو جرمونو دوسيې ثبت شوي خو نوماندان وايي چې ټاکنو کمېسيون ادعا بې دليله ده.

د ایستل شويو کسانوله ډلې پنځه يې “ملاتره خيل، امرخيل، اسدالله شريفي، پوزيه کوفي، زرداد فریادي”  هغه دي چې پلويانو يې له تيرو درې ورځو راهيسې په کابل کې د دغه کمېسيون چارې ټکنۍ کړي او د دوی په ګډون يو شمير نور يې بيا د لويو لارو د بندولو ګواښونه کوي.

د ملاتره خيل او امرخيل په ګډون له ليسته د يو شمير ليرې شويو کسانو پلويانو په کابل کې د انتخاباتو کمېسيون دروازه تړلې، خيمې يې وهلي او غوښتنه کوي وايي، دوی ته دې ځواب ورکړي چې په کوم لامل له ليست څخه حذف شوي دي.

دغه راز پرون د شريفي پلويانو د کابل- مزار شريف لاره وتړله او ګواښ يې وکړ که يې غوښتنو ته مثبت ځواب ورنه کړل شي پر يادو ولايتونو به برېښنا بنده کړي.

نن هم په کابل کې اعتراضونه دوام لري او درېيمه ورځ ده چې د ټاکنو کمېسیون دروازه تړل شوې ده.

د دغه کمېسيون مرستيال وياند ذبيح الله سادات وايي، اعتراض کوونکو د کمېسیون دروازه تړلې او کارکوونکو ته د کار اجازه نه ورکوي زياتوي حکومت دې دغه ستونزه ژر حل کړي څو د راتلونکو ټاکنو لپاره چمتووالی ترسره کړي.

تازه راپورونه ښيي چې د الامير بهرام زوی پلويانو د نوماندۍ له ليست څخه د ايستلو په غبرګون پکتيا کې د ټاکنو کمېسيون دروازه تړلې ده.

دوی اعتراض کوي چې د نوماندانو په ليست کې ډيری داسې کسان پاتې دي چې د ځمکو په غصب، فساد، په غير قانوني کړنو او نا مسووله وسله والو په لرلو تورن دي خو بيا هم له ليست څخه نه دي ليري شوي.

بل خوا د لوګر ولايت څخه راپورونه وايي، چې له ليسته د ايستل شوي اکبر ستانکزي پلويان راټول شوي غواړي چې د ټاکنو ولايتي کمېسيون دروازه وتړي.

دغه راز د ټاکنو کمېسيون د خپلو ژمنو پر خلاف هغه کسان له ليسته نه دي ايستلي چې په تذکيره کې د افغانيت کليمې خلاف و.

ټاکنو کمېسيون ژمنه کړې وه چې د افغان کلمې ضد، قومي او ژبنيو تعصبونو ته لمن وهونکي کسان به له نوملړه ليرې کوي خو “لطیف پدرام، حفيظ منصور، ظهیر سادات، ډاکټر مهدي، احمد بهزاد” او ځينې نور  هغه کسان دي چې ولسي جرګه کې يې د قومونو تر منځ د تفرقې اچولو، قومي مسايلو ته د لمن وهلو هڅې کړي او د برېښنايي تذکيرو د ويش کلک مخالفين دي،خو بيا هم د دغه کمېسيون په وروستي فهرست کې يې نومونه ځای شوي دي.

پر دې ټولو ننګونو سربيره د سياسي ګوندونو خبرداری چې تېره ورځ يې د ټاکنو کمېسيون ته په يوه اعلاميه کې وويل، “تر هغې د رايو ورقې چاپ نه کړي، ترڅو چې يې حکومت غوښتنو ته مثبت ځواب نه وي ويلی”.

سياسي ګوندونه، د حراست، ثبات شورا او ځيني سياسي حرکتونه د ټاکنيز نظام بدلول، د بايومټريک طرحې عملي کول او د ټاکنو له بهير څخه د څارنې غوښتنه کوي.

دغه ګوندونو تېره ورځ وويل، که د دوی له غوښتنو پرته د رايه ورکونې پاڼې چاپ شوې نو د ميليونونه ډالرو د بې ځایه لګېدو مسوليت به د کمېسيون پر غاړه وي.

په عين حال کې د ټاکنو کمېسیون وايي، ایستل شوي کاندیدان دې خپله موضوع له قانوني لارو حل کړي او د زور له لارې د ټاکنو کمېسیون د دروازو د تړلو حق نلري.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close