راحيل شريف د ترهگرۍ ضد اتحاد مشر ټاکل شوى دى

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵مرغومی ۱۸) عبدالهادي همت

دپاکستان دپوځ پخوانى مشر راحيل شريف د ترهگرۍ ضد اتحاد مشر ټاکل شوى دى.

دپاکستان دفاع وزير خواجه اصف له پاکستاني تلویزون جيوسره په مرکه کې دا خبره منلې ، او نورې څرگندونې يې نه دي کړى .

نوموړى اتحاد د٢٠١٥ کال په دسمبر کې رامنځته شوى چې په کې مصر،قطر،متحده عرب امارت ،ترکيه ،ماليزيا،پاکستان او د افريقايي هېوادونوپه گډون ٣٩ اسلامي هېوادونه گډون لري.

دې اتحاد په یمن کې حوثي شعیه ملیشو په ضد پراخ هوايې بریدونه ترسره کړي دي ددې اتحاد مشري دسعودی عربستان په غاړه ده

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close