راحیل شریف سبا کابل ته راځي

کابل ټکی کام ۰۴جدې/۱۳۹۴، احمدالله مهاجر
پاکستاني رسنیو خبر ورکړی دی چې د پاکستان د پوځ مشر ښاغلی جنرال راحیل شریف به سبا د یو لړ مهمو موضوعاتو پر سر د خبرو کولو لپاره کابل ته راځي.
د رسنیو د خبر پر اساس، د دوی د سفر موخه په افغانستان کې د سولې او پخلاینې د پروسې لپاره لاره هوارول دي.

رسنیو ویلي دي چې د ده سره به په دغه سفر کې د آی اېس آی ادارې مشر رضوان اختر هم ملګرتیا کوي.
ټاکل شوې ده چې د یادو خبرو لپاره به د امریکي او چین د استازو په ګډون یوه څلور اړخیزه کمېټه جوړیږي چې دافغانستان له لورې د ملي امنیت شوراء رئیس حنیف اتمر، د پاکستان له لورې د ملي امنیت سلاکار نصیر خان جنوعه، د امریکې او چین هېوادونو له لورې د دوی ځانګړي استازي رېچارډ اولسن او دېنګ څیجونګ ټاکل شوي دي.
د یادونې وړ ده چې د راحیل شریف دغه سفر د هند د لومړي وزیر مودي له سفر څخه یوه ورځ وروسته ترسره کیږي.
تر اوسه پورې د طالبانو له لورې د یادو مذاکراتو په اړه نه د تردید او نه د تأیید خبر ورکړل شوی دی.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close