رازونه افشا کیږي او څیرې بربنډیږي

آصف الله آصفي

څو ورځې وړاندې کابل کې د استاد سیاف اړوند دعوت پوهنتون کې د پوهنتون اړوند استادانو او نورو کارمندانو تر مینځ بنډار شروع و چې لږ وروسته د نظر تبادله پیل شوه، ناببره د هغو ۲۵۰۰ دیني عالمانو د غونډې په اړه چې څه موده وړاندې د کابل د پول تخنیک اړوند ساحه کې د لویې جرګې په خیمه کې دایره شوې وه او موخه یې دا وه څو د روان جهاد په اړه فتوی ورکړی چې د حکومت او امریکایانو پر ضد د طالبانو لخوا روان دی چې ایا دا جګړه حرامه ده او که روا؟
د دې غونډې په اړه تود بحث صورت ونیو، هر یوه خپل خپل نظریات وړاندې کول، خو زیاتره بحث وال په دې اند وو چې جګړه نه بلکې د عالمانو دغه غونډه ناروا وه، او بله دا چې دا د امریکایانو لخوا جوړه شوې وه، او د روان جهاد پر ضد یوه خطرناکه پروژه وه.
یوه بل کس چې مسؤل کس معلومیدو وویل چې د دې غونډې په اړه زه یوه اندازه دقیق معلومات لرم او هغه دا چې دا غونډه په کابل کې د امریکایی سفارت په مستقیمه لارښونه او پنځوس ملیونه مالی لګښت رابلل شوې وه، دا د امریکایانو د نورو پرژو په څیر یوه غښتلې پروژه وه، د امریکا سفارت د USID په واسطه د دغې پروژې قرارداد له ۳ کسانو سره لاسلیک کړی و چې له جملې نه یې یو هم د عالي تحصیلاتو وزارت اړوند د اسلامي معینیت معین شفیق صمیم دی، خو د پاتې دوه کسانو نومونه یې په ډاګه نکړل، دا پروژه دې ۳ کسانو ته ورکړل شوه شرط یې دا و چې باید لږ ترلږه ۲۵۰۰ دیني عالمان به د تلیفون له لارې دې غونډې ته رابلي.
وایی چې د پروژې دې درې کسانو رابلونکي ديني عالمان په ۳ کټګوریو وویشل، اعلي دیني عالمان، متوسط دیني عالمان او د ټیټې کچې دیني عالمان.
د لومړۍ کټګورئ دیني عالمانو لپاره یې ۲۰۰۰۰ افغانۍ، د متوسطې کچې دیني عالمانو لپاره یې ۱۵۰۰۰ افغانۍ او د ټیټې کچې د دیني عالمانو لپاره یې ۱۰۰۰۰ افغانۍ ډالۍ وټاکلې، او له دې پیسو پاتې کیدونکي پیسې بیا د پروژې د نور لګښت، او د دې ۳ کسانو حق وټاکل شو.
د دې پروژې ټولټال لګښت 50000000 پنځوس ملیونه افغانۍ د امریکا د سفارت لخوا مختص شو او د پروژې یادو درې مسؤلینو ته وسپارل شوې، چې پدې کې نږدې 16660000 شپاړلس ملیونه شپږ سوه او شپیته زره افغانۍ د 833 کسانو جیدو عالمانو، 12495000 دولس ملیونه څلور سوه او پنځه نوي زره افغانۍ د متوسطې کچې 833 دیني عالمانو او 8330000 اته ملیونه درې لکه او دیرش زره افغانۍ د ټیټې کچې 833 دیني عالمانو ته مختص کړای شوې چې جمله 37485000 اوه دیرش ملیونه څلور سوه او پنځه اتیا زره افغانۍ کیږي او 2515000 دوه ملیونه پنځه سوه او پنځلس زره افغانۍ یې د نور لګښت او حتیاط لپاره مختص کړې او پاتې 10000000 لس ملیونه افغانۍ د پروژې د 3 مسؤلینو لپاره چې یو یې د اسلامي معینیت معین صیب دی مختص شوې، دغه پیسې د غونډې په پاې کې ټولو ته نغدا وویشل شوې.
نوموړی زیاته کړه چې د غونډې اصلي تصمیم نیوونکي یو څو مشخص عالمان وو چې د پروژې د درې یادو مسؤلو کسانو لخوا ټاکل شوي او انتخاب شوي وو، پاتې په زرګونو عالمانو نه کومه وینا کړې او نه یې کوم رول درلود او نه یې تصمیم نیونه کې برخه اخیستې او نه له تصمیم نیونې او پریکړې خبر دي، پدې کې د استاد سیاف د دعوت پوهنتون ۳ استادانو هم ګډون درلود.
د دغو عالمانو د راغونډیدو اساسي موخه او مقصد د یادو پیسو ترلاسه کول وو چې د پروژې د مشرانو لخوا ورته د تلیفون په لیکه د ورکړې یادونه شوې وه، خو کله چې غونډه پای ته ورسیده نو د پول تخنیک نه د راوتلو پر مهال پرې یوه کس ځان مرګی برید وکړ چې په نتیجه کې یې لس کسان ووژل شول چې له جملې نه یې د دعوت پوهنتون درې تنه استادان چې ښاغلي: سید فاضل، قاري ابراهیم او جلال و، قاري ابراهیم د پروژې د یوه مشر شفیق صمیم ورور دی.
د سید فاضل په هکله یوه دا هم وویل چی نوموړې تازه افغانستان ته له فامیله سره راکډه شوی و او د کډه کولو پر مهال یې ویلي وو چې په پاکستان کې مې د حلالو پیسو د ټولولو زیات زیار وویست خو شل مې نه کړای شوه، اوس افغانستان ته کډه کیږم که په حرامو یې شل کړم.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close