راشد ارمان د انګلستان خلاف ټسټ لوبه کې ۱۲لوبغاړي وسوځول

 (کابل ټکی کام ۱۳۹۵ لیندۍ ۲۰) زرغون خوږیاڼی

په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د انګلستان لائنز لوبډلې سره څلور ورځینۍ لوبې لري، چې د انګلستان لائنز لوبډلې په دویمه لوبه کې ۲۱۰ منډې وکړې او افغانستان ته یې د ۲۱۱ منډو هدف وټاکه.

د افغان لوبډلې توپ اچوونکی راشد ارمان په دویمه لوبه کې د انګلستان ۸ لوبغاړي وسوځول.

د انګلستان لائنز لوبډلې په لومړۍ توپ وهنه کې ۲۷۹ منډې جوړې کړې وې او په دویم وار کې یې ۲۱۰، چې افغانستان بیا په خپلې لومړۍ لوبه کې ۲۷۳ منډې جوړې کړې چې له سیالې لوبډلې شپږ منډې کمې وې.

افغانستان د درېيمې ورځې تر پایه ۱۸منډې د ۳ لوبغاړو په سوځیدو سره وکړې.

په څلورمه ورځ افغان لوبډله ۱۹۹ نورو منډو ته اړتیا لري.

د افغانستان له خوا په دغه لوبه کې جاوید احمدي، احسان الله، رحمت شاه، افسر ځاځی، ناصر جمال، حشمت الله شاهدي، یامین احمدزی، کریم جنت، اصغر ستانکزی، راشد خان او محمد نبي.

د کرکټ بورډ په وینا راشد ارمان د افغان لوبډلې لپاره په راتلونکې کې د یو ښه لوبغاړي په توګه ثابتیدی شي او د افغان لوبډلې لپاره به د لویو بریاو سبب وګرځي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close