راشه چې خالونه دې در وشمېرم!

جواد څارگر

زه له تاریخه شرمېږم پر هغه ناوړه کړنو چې د سهامي شرکت واکداران یې ترسره کوي؛ نه مې غوښتل او نه مې هیله درلودله چې په دې اړه قلم پورته کړم، او هغه څه ولیکم چې سبا ما ته هم پیغور وي، که دوی شرم درلود د یوه تاریخي قوم له ادرسه به یې داسې نادودې نه کولې چې مېړني افغان ته تلپاته عار او تاریخي پیغور وګرځي.
موږ چې پر خپل قوم او ملي عنعناتو ویاړو؛ د ویاړمنو عنعاتو څخه مالامال کلتور او ټولنه لرو، ځکه شملې جګې ګرځوو او په هر نړیوال او سیمه ئېز سټیج په ډېر غرور وایو چې”موږ افغانان یو”.
مېړنی افغان د تاریخ له داسې حقارت سره دست ـ پنج دی چې شرمېږو هغه څه ولیکو چې دمګړۍ په هیواد کې روان دي.
په فساد کې لومړی مقام لرو، درځئ له دې به ور تېر شو. نړۍ ته مو پر سوال کومي واز پاته دي، پارلمان مو د ورځې زرګونه ډالر مصارف لري او وکیلان مو میاشتنۍ، له زرو ډالرو لوړ معاشونه اخلي؛ د ولس مشر مېرمن (رولا) د خپلو خارج مېشته اولادونو لپاره د دې مظلوم ملت له بودېجې زرګونه ډالره خارج ته لېږدوي، آن تر دې چې وروستي راپورونه کاږي چې د ولس مشر غني اولادونه د ډونالډترمپ له اولادونو په لوړ بیه موټرو کې ګرځي.
موږ چې په نړۍ کې ډېر پرې پورته پورته کېږو؛ هغه زموږ میلمه پالنه ده مګر په کندهار کې مو همدا میلمانه په خپل میلمستون کې، د خپلو ناوړه موخو د تثبیت لپاره په وینو کې ولمبول.
نه چا له جنراله وپوښتل چې ستا مسؤلیت څه دی، او نه چا د امنیه قومندان او د والي د ودانۍ له محافظتي مسؤل څخه پوښتنې ګرویږنې وکړې؛ محض همدومره چې پړه پر مخالفینو واچول شوه او کیسه ختمه.
زه حیران یم د دې نظام او چارواکو پر کومو ناخوالو وغږېږم؟
د ایشچي سره ددوستم پر قضیه به سترګې پټې او غوږونه کاڼه واچوم مګر دهغو بې وسه افغانانو پر حال څنګه ګونګه خوله شم، چې فاریاب او جوزجان کې یې دوستمي ملېشو د طالب سره دتړاؤ پر اتهام نوامیس او مال هال ولوټل؟
پر هغه پتلون او شرټ به سترګې پټې کړم چې دهیواد اجرائیه رئیس یې په زرګونه ډالر رانیسي؛ خو د هغو یتیمانو او اسیرانو پر حال څنګه ړوند ـ کوڼ پاته شم، چې همدې بدمرغه نظام یې پلرونه ورته شهیدان کړي، اوس په زندانونو کې پراته دي او قاضیان او څارنوالان ترې د زندان د مودې دکمښت لپاره لکونه افغانۍ بډې غواړي؟
د ولس مشر بچیان دې ددې ملت پر پیسو، ناز ـ نخرې کوي او دهیواد بچیان دې په ټوک ډوډۍ پسې سر وهلي ـ بر وهلي ګرځي.
اې په خدای قسم زموږ له غربت، حقارت، او ذلالت څخه دوی خوند اخلي. زموږ بچیان چې له لوږې ترپکې وهي، دوی ورته چکچکې وهي، عکاسۍ ترې کوي، له نړۍ پرې چنده راټولوي او بیا پرې خپلې عیاشۍ کوي.
دهوسا، خپلواک او اسلامي افغانستان په هیله!

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close