راپورونه: د جنبش پلويانو د سالنګ لويه لاره تړلې ده

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، چنګاښ ۲۰) د راپورونو له مخې، نن سهار د جنبش پلويانو چې په پلخمري کې د يوه لاريون په شکل راوتلي و د سالنګ-شمال لويه لاره يې د ترافيکو پر مخ تړلې ده.

سيمه ييزې سرچينې وايي، لاريونوال د نظام الدين قيصاري د خوشې کولو او هېواد ته د دوستم د بيرته راتګ غوښتنه کوي.

خو ځينې راپورونه وايي، د خنجان ولسوالۍ اوسېدونکو د خنجان ولسوالۍ په پل حصار سيمه کې ياده لاره د سالنګونو د خرابوالي له کبله تړلې ده، ترڅو ورته د مرکزي حکومت پام شي او دغه لاره يوځل بيا ورغوي.

تر اوسه مسئولينو په دې اړه څه نه دي ويلي.

خو څو ورځې مخکې د جنبش ګوند پلويانو د اقينې بندر او تيره ورځ يې د حيرتان سوداګريزې لارې د سوداګرو او خلکو پر مخ د قيصاري د نيولو په غبرګون کې وتړلې او ګواښ وکړ ترڅو حکومت قيصاري خوشې نه کړي او دوستم ته هېواد ته د ستنېدو زمينه برابره نه کړي ياد بندرونه او په شمال کې لويې لارې به وتړي.

شاوخوا لس ورځې مخکې په شمال کې د دوستم استازی او سيمه ييز زورواکی نظام الدين قيصاري د کومانډو ځواکونو له لوري له لنډې نښتې وروسته ونيول شو او کابل ته يوړل شو.

دفاع وزارت وايي، پر نوموړي تور دی چې حکومتي مسئولين يې په مرګ ګواښلي او له قانونه يې سرغړونه کړې ده.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close