راځۍ په انصاف فیصله وکړو

محمد یوسف افغان

نن د چهارشنبې ورځ ده یوه ورځ مخکې یعني د سه شنبې په ورځ د فراه ولایت له څلورو خواو د طالبانو لخوا محاصره او بلاخره ماسپخین مهال طالبان د ولایت مهمو او حساسو نقطو باندې واکمن شول، د فراه د نیولو او هلته د تازه حالت بحث دلته نه کوو، بلکې زموږ د لنډه کي بحث موضوع داده چي آیا د طالبانو لخوا نیول شوي د اردو عسکر بې ګناه او د رحم وړ دي؟؟
دلته موږ په دې هم بحث نه کوو چې آیا عسکر وژل روا، ناروا یا څنګه دي، ځکه چې خبره به بیا بل خواته لاړه شي.
په فراه ولایت کې د طالبانو لخوا د ډېرو نورو عسکر تر څنګ یو عسکر ( محمد موسی) هم نیول شوی چې ویډیو کلیپونه یې په ټولنیزو رسنیو کې لاس په لاس کیږي، دلته عجیبه خبره داده چې کومو خلکو به همدغو عسکرو ته د طالبانو او ملکي وګړو په زورولو، اسیر کولو او وژلو شاباسي ورکول، نن طالب ته په دې خبره د ظالم نسبت کوي چې دغه مزدور عسکر یې نیولی دی!!
په ویډیو کې یو تن طالب وایي چې دا به ووژنو هغه بل ورته وایي نه اوس یې نه وژنو او وایي د امیر صېب امر ته انتظار دی، خو دریم تن بیا هغه څه وایي چې د ډېرو معترضینو خولې وربندوي هغه وایي: دې عسکر دومره ټکان پر موژ وکړل چې په دا ټوله شار کې چا نه وو کړي….
خبره همدا ده چې دا عسکر، اربکیان او میلیان د طالب په وژلو، نیولو او زورولو، حتی د هغه د وژلو نه وروسته د هغه د جسد په توهین کولو هم اتلان او غازيان بلل کیږي، خو کله چې دوی د طالبانو لاسونو ته لویږي، نو بیا مظلوم شي، افغان شي، طالب ته ورونه ور پیژندل شي او دا څنګه انصاف دی؟؟
تر بوسو لاندې به اوبه نه تیروو، چا چې خندلي هغو موندلي، دغو عسکرو چې تر پرونه عام مسلمانان زورول، کړول، اختطاف کول، لوټل او یا به یې د طالبانو سره د همکارۍ په نوم ملکي وګړي نیول بیا یې د تحقیقاتو په پلمه تر کیبلونو، کوتکونو، کونداغونو لاندې اچول، یا به سر چپه زوړندول، د برق شارتونه به یې ورکول، په چټلو ځایونو کې به یې اسیرانول او په پای کې به یې یا په شهادت رسول یا به یې اته او لس کاله قید پري خیژاوه، هغه وخت دا عسکر اتلان وو، میړني و او وطن یې ساته، د امریکایانو په وسله، په دریشۍ کې، په ډالرو او امر به یي د ولسونو جرړې ویستلې، نو دا غازيان او اتلان وو، خو نن یي چې د طالبانو په لاسونو کې زیړي سترګي نیولي او وازه خوله ولاړ دي، د تبلیغاتي ډګر استخدام شوي اربکیان او جاهلان وایي نه نه دا معصوم دي، دوی خو لکه فرشتې داسې پاک دي، دا خو بیچاره ګان او بې وسه دي او….!!
په انصاف به قضاوت وکړو، نه به د طالب خوا نیسو نه د حکومت، بلکې د عدل خبره به کوو، ماته تر اوسه دا پوښتنه چا ځواب نه کړه چې طالبانو په کراتو کراتو لسګونه او سلګونه عسکر نیولي بیرته یې خوشي کړي، همدا پرون یې د فراه امنیتي کسانو ته عمومي عفوه اعلان کړه او د تسلیمۍ په صورت کې یې د دوی د ساتنې وعده وکړه، آیا حکومتي ځواکونو په دا ۱۵ کالو کې کومه داسې د خیر کارنامه کړې ده؟؟
د ارګ تخت نشینان خو چې کله د خارجیانو د بمبار په ترڅ کې شهیدان شوي ولسي وګړي هم وویني وایي د تروریزم ملا ماته شوه!! د طالبانو د بمبارولو لپاره د خطرناکو بمونو او زیات بمبار غوښتنه کوي، یو طالب چې ونیسي تر وهلو ټکولو او تعذیبونو وروسته یې د څرخي پله، بګرام یا د ولایت محبس ته ور اچوي، هغه وخت دوی ته چا و نه ویل چې و خونه دې ړنګه شه، ډالر دې زهر شه دا خو ستا خپل ورور دی ته یې څنګه د امریکایي اشغال د مخالفت په جرم تعذیبوې؟؟
پرون ورځ په سوشل میډیا کې ځینو کسانو داسې هم ویل چې طالبانو څه ټرمپ نیولې چې داسې یې خلکو ته مخې مخې ته کوي، ورپسې د هغې سلګونو میله سلاح په اړه چې ګریس بنده د طالبانو لاسونو ته لویدلې وایي دومره شی نه دی، خو بلمقابل همدا د اردو عسکر، پولیس، سپیشل فورس او… په کلیو او کورونو کې د یو میل تمانچې او یو میل کلاشینکوف په نیولو پسې هم په ورځو ورځو عملیات کوي تر عملیاتو وروسته جشنونه لمانځي، وایي د پنجاب ملا مو ور ماته کړه، بیا څوک نه وي چې ترېنه پوښتنه وکړي، چې تاسو نو اوس کوم نوازشریف او جنرال باجوه وژلی، یا مو د راولپنډۍ د اټومي بمونو ډیپو نیولې، خو یا به مو د کوم کوچي له کوره چره ییز ټوپک را ویستلی وي نو به جشن لمانځئ او یا به مو کوم بې ګناه مظلوم کلیوال وګړی نیولی وي، د ښځو جامې به مو په زور ور اغوستوتي وي او بیا به وایاست چې هله د چیچنیا د مجاهدینو د تحریک مشر مو نیولی یا به وایاست چې د طالبانو لخوا د ټول افغانستان د عملیاتو قوماندان مو نیولی، شرم دغلته بیا نه وي بس درواغ وي او باټې وي، په رسنیو کې د استخدام شویو اجیرو خیاطانو خوشحالي او یو بل ته زیري!!
هر څوک دې خپله د وجود غوښه زور کړي درد به احساس کړي، بیا دې همدا فکر وکړي چې نور هم همداسې درد لري، داسې نه ده چي ته دې وژونکی او قاتل وې نو هم مظلوم بلل کېږې او بل څوک چې سل په سلو کې بې ګناه وي نو همدا چې تاسو وژلی وي بس هغه ظالم، یاغي، ترهګر او… دی.
دا غږ چا هم پورته نه کړ چې دا تر دیرشو زرو زیات بندیان چې په بګرام، څرخي پله یا ولایتي محبسونو کې د طالب او یا طالب سره د اړیکو په تور نیول شوي، دوی هم افغانان دي، د دې خاورې بچي دي او مظلوم دي، مګر که د طالبانو لخوا لس یا شل تنه عسکر ونیول شي هغه هم د مخامخ جګړې پر مهال دریشي په تن او وسله په لاس، نو بیا د بشر حقوق هم پیدا شي، نړیواله ټولنه هم، مدني فعالان، پارلماني استازي او استخدام شوې رسنۍ په یوه خوله د هغوی د مظلومیت نغارې ډنګوي او د خلاصون غوښتنه یې کوي، خو طالب یا د طالب په نوم نیول شوي بندیان دې په ریاست چهل او ریاست نود کې تر جهنمي سزاګانو لاندې د درد زګیروي کوي، دهري کمونیست خادیان دې د هغوی له زورولو خوند اخلي، دلته انصاف ولي د چا په یاد نه وي؟؟
د اسیرو طالبانو څخه دي د هغوی مسلّم نړیوال منل شوي او حقه حقوق هم غصب کیږي، د تعذیبونو او ربړونو په موخه دې په تنګو اوسپنیزو پنجرو کې اچول کیږي هغوی مظلوم نه دي، خو که طالبانو د اجیري عسکر ونیول کوم چې د طالبانو له ربړونو خوند اخلي، نو بیا ټول وایي، دا ستاسو ورونه دي، دا مه وژنئ واړه بچیان او خویندې میندې یې په انتظار دي، همدلته بیا له داسې خلکو دا پوښتنه چا ونکړه چې طالب خو هم اوبو نه دی راوړی کنه، تاسو د یو یو طالب د وژلو لپاره پوره پوره کلي بمباروئ، یا یې نیسئ او په زندان کې یې د نامعلوم برخلیک سره زنداني کوئ، دغه وخت تاسو سره دا احساس ولې نه وي چې دا طالب هم کور لري، بچي لري، خویندې مېندې لري، که عسکر دا هر څه لري نو طالب ولې دلته مستثنی شي؟؟
د تعجب ځای خو دادی چې د همدې داخلي عسکرو په کوردیناتو بهرني کفري عسکر راځي د طالب مرکز، کور او کلی په نښه کوي، ښځې او ماشومان ورته په شهادت رسوي، دغه وخت کې بیا په رسنیو کې د سولې کاذب پلویان، مدني شغالان او د جنګ درواغجن مخالفین بیا دغه وژل شوي ښځې او ماشومان په ډېره سپین سترګۍ بهرني ترهګر ګڼي، خو که طالب د اردو عسکر په مخامخ جګړه کې ووژني، نو هم طالب ظالم بلل کیږي او عسکر شهید دا څنګه انصاف دی؟؟
د فراه ولایت د محاصرې په جریان کې د ارګبګیانو خولې خارجیانو ته په سوال او زارۍ ستړې شوې تر څو یې له محاصرې نه خلاص کړي، مګر چې کار و نه شو، نو د دوه سري حکومت غبرګ مشران لکه لیونیان طالب ته د اردو د عسکرو په وژلو هم جنګي مجرمین وایي، حال دا چې همدغه عسکرو طالبان وژل، نو دوی جنګي مجرمین نه بلکې اتلان بلل کېدل!!
انصاف کومه دی؟ د بهرنیو اشغالګرو په بمبارونو کې په شهادت رسیدلي مظلوم عام وګړي هم د طالب په نوم نومول کیږي او له بهرنیانو مننه کیږي چې بمبار یې وکړ، خو که طالب د ځان دفاع کوي، په زړو چپلکو، وچه ډوډۍ خپل ضرورت رفع کوي، خپل حق نه دفاع کوي، نو طالب د بهرنیانو د لاس آله بلل کیږي او د خپل دین، خاورې او آزادۍ په دفاع ورته د پردیو جاسوسان ویل کیږي!! خو د امریکا او ناټو د بمباریو په مرسته جګړه کوونکي داخلي عسکر اتلان بلل کیږي، دلته دا د انصاف فیصله ولې نه کیږي چې امریکا او ناټو هم ظلم کوي، وحشت کوي او ملګرتیا یې هم وحشت دی، ولې دا د انصاف قضاوت بیا نه وي؟؟
هغوی ته، چي وایي دا زموږ عسکر دي دا مه وژنئ، همدومره وایو چې دا ستاسو نه د امریکا عسکر دي د امریکا لخوا روزل کیږي، اکمالیږي او د امریکا لپاره د خپل دین، ولس او خاورې خلاف جنګیږي، نو دوی د افغانستان لپاره هیڅ اخلاص نه لري، دوی ته د افغانستان مدافعین نه د امریکایي ګټو مدافعین وایاست.
په اخر کې همدومره وایم چې د ارګ ستنې په لړزا دي، امریکا او ناټو له جګړې ستړې او نامراده ده، نو که څوک واقعي سوله غواړي، نو تنها طالب ته دې دا نه وایي چې عسکر مه وژنه دا دې ورور دی، بلکې عسکرو، اربکیانو او پولیسو ته دې هم ووایي چې طالب او د طالب خواخوږی د همدې وطن بچی دی، نو ته یې هم دښمني مه کوه، امریکایان ترې مه ساته پریږده چې دا راغلي بیزو نسله امریکایان سم په خپله سزا ورسوي او تېښتې ته یې مجبور کړي تر څو د دې ټولو بدبختیو مخه نوره ونیول شي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close