رباني: هغو الوتکو ته به د ناستې اجازه ورنه کړي، چې له اروپا څخه پکې په زوره افغانان راوړل کیږي

کابل ټکی کام ۱۸حمل/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني نن د ولسي جرګې په استجوابیه غونډه کې وویل، چې له اروپايي هېوادونو څخه د افغان کډوالو په زوره ایستل نه شي منلی.

ده اروپايي هېوادونو ته خبردارۍ ورکړ، که یې افغان کډوال په زوره له خپلې خاورې وباسل، نو دوی به یې امنیتي مسئولینو ته وېزې ورنه کړي.

ده همدا راز د ولسي جرګې په دغه استجوابیه غونډه کې وویل، چې خپلو مسئولینو ته یې امر کړی دی، تر څو په کابل کې هغو الوتکو ته د ناستې اجازه ورنه کړي، چې په زوره یا په داوطلبه توګه افغانان له اروپا څخه افغانستان ته راوړي.

ښاغلي رباني همدا راز وویل، چې د افغان کډوالو سره په ښه چلند، د افغان کډوالو د پناه غوښتنې او د ستونزو د حل په موخه له اروپايي ټولنې سره د تفاهنامنې د لاسلیک کولو لپاره هڅې روانې دي.

باید ووایو، چې تېر میلادي کال ۲۵۰ زره افغان کډوالو ته په اروپايي هېوادونو کې د پناه اخیستو غوښتنلیکونه ورکړل شوي دي.

همدا راز د کډوالو چارو وزیر سید حسین عالمي بلخي وایي، چې له اروپايي هېوادونو سره د افغان کډوالو په زور ایستنې څخه د ډډې کولو په اړه یې خبرې پیل کړي دي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close