رجالٌ صدقوا.. د یو ملګري له خولې

نعمان لطیف

د روژې میاشت وه، دبیت الله الحرام په صفا مروه کې یو احرام وهلی ناست ؤ او په زار قطار ژړا کې یې شهادت له خدایه غوښت.

داسې په عجز او خاکسارۍ یې څښتن ته لاسونه پورته نیولي ؤ او خپل ارمان ته د رسېدلو لپاره یې شونډې په دعا داسې رپېدلې لکه یو مجبور سوالګر چې له څو ورځو نهرې وروسته، په ډېر خجالت د یو چا مخ ته لاسونه اوږدوي.

دا سړی ملا محمد نسیم  مشفق(رح) ؤ؛ دملا مشفق ارمان پوره شو او دڅښتن سره په کړې ژمنه کې صادق پاته شو.

ملا نسیم مشفق له نن څخه ۴۶ کاله وړاندې دپروان ولایت مرکز چاریکار په عبدې بای کلي کې وزېږېد او په مختلفو مدارسو کې یې د وړې دورې تر کچې زده کړې وکړې.

دجهاد سره زیاتې مینې او په هېواد کې کرکجنو حالاتو ملا محمد نسیم ته د درسونو دتکمیل اجازت ورنکړ. همهغه ؤ چې ملا محمد نسیم دهېواد او دین د ازلي دښمنانو پر خلاف سنګر ته مخه کړه او مقدس جهاد یې پیل کړ.

ملا محمد نسیم  مشفق د اسلامي امارت لومړنی والي نه دی چې ددښمن له لورې په شهادت رسېږي؛ تر ده وړاندې د امارت لوړ رتبه مشران په مخامخ جګړو، شپنیو چاپو او ډرون حملو کې په شهادت رسېدلي دي او دا لړۍ لا دوام لري.

شهادتونه هغه څه دي چې طالب مشران یې په زاریو او ژړاؤو غواړي، په شهادت پسې راوتلي دي نو ډار له څه او مایوسي او مورال بایلل په څه؟!

ملا محمد نسیم مشفق تر دې وړاندې څلور ځله دهېواد او دین ددښمنانو له لورې په بدن ژؤر ټپونه اخیستي ؤ خو هر ځل ټپ یې حوصله، دجهاد جذبه او دشهادت مینه لا پسې زیاته او تانده کړې ده.

ملا محمد نسیم مشفق خورا مشفق، مینه ناک او دپراخې حوصلې څښتن مجاهد ؤ.

طالب مشران د ‘رجالٌ صدقوا’ مصداق او په اوس کې ژوندۍ بېلګې دي. شهادت له خدای عزوجل په زاریو غواړي، سرګردانه او لالهانده پسې ګرځي او دمتعال څښتن سره دکړیو ژمنو دسر ته رسؤلو مواقع لټوي.

تر ټولو جالب او هیله بخښونکی اړخ یې دادی چې تر شهادت وړاندې یې په دین او وطن دسرښندنې لپاره تر ځان تکړه او د ویښو ځوانانو کتارونه درولي وي.

په اوس کې به دا لومړنی صف وي چې له کشره تر مشره سنګرونو کې پراته دي او ددښمن خلاف عملاً په مقاؤمت لګیا دي.

داسې غښتلي خلک او له دیانت، متانت او ایثار ډک صفونه د افرادو په شهادتونو منزوی او خالي کیږي نه، بلکې شهادتونه او په ځانګړې توګه دمشرانو قربانۍ یې لا زیات منظم، منسجم او غښتلي کوي.

دوی هر یو دخپل رب سره معاهده کړې ده، ځینو پوره کړه او ځینې یې تکمیل ته انتظار باسي او هیڅکله به دډار، زور او خارجي فشارونو له امله خپله تګلاره او مسیر ته بدلون ورنکړي، نه یې شهادتونه په ملګرو منفي اثر کولای شي او نه یې مخالفین له شهادتونو ګټه پورته کولای شي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close