رجب طیب اردوغان د اټومي وسلو د امنیت په نړیواله سر مشریزه کې د ګډون لپاره امریکا ته تللی

کابل ټکی کام ۱۰حمل/۱۳۹۵، سمسور ګیلاني

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په واشګنټن کې د اټومي وسلو د امنیت په نړیواله سرمشریزه کې د ګډون لپاره د اوباما په بلنه امریکا ته تللی دی.

د ترکیې ولسمشر طیب اردوغان د استانبول د اتاترک په هوايي ډګر کې خبریالانو ته وویل، چې دی د امریکا د متحده ایالتونو د ولسمشر اوباما په بلنه ځي.

اردوغان همدا راز وویل، چې دی به په امریکا کې د اټومي وسلو د نړیوالې سرمشریزې په چوکاټ کې د نړۍ د سوداګریزو مشرانو او د اکاډمیک او مطبوعاتو له مشرانو سره به لیده کاته وکړي.

باید ووایو چې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ۲۰۱۰ میلادي کال راهیسې په واشنګټن کې د اټومي وسلو د امنیت په سرمشریزو کې په فعاله توګه ګډون کوي.

ویل کیږي، چې د اټومي وسلو د امنیت سرمشریزه سږ کال د ترهګرو له خوا د اټومي ګواښونو په وړاندې د مبارزې، د اټومي وسلو او راډیو اکتیف ماده، د امنیت د لا ټینګښت او په اړه یې د همکاریو د کچې لوړول او په یو لړ نورو مسألو به خبرې اترې وشي.

د یادولو ده، چې د اټومي وسلو د امنیت سرمشریزه به د روانې مارچ میاشتې په ۳۱مه نېټه پیل شي، چې دوه ورځې به دوام وکړي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close