رجب طیب اردوغان: «د روسیې الوتکو یو ځل بیا زمونږ پر حریم تېری کړی»

کابل ټکی کام ۱۱سلواغه/۱۳۹۴، احمدالله مهاجر
د ترکیې جمهور رئیس رجب طیب اردوغان وايي، د روسيې الوتکو یې پر حریم یو ځل بیا تېری کړی، او له پېښې وروسته یې د روسیې له جمهور رئیس ولادیمیر پوتین سره د ټلیفون له لارې د خبرو غوښتنه کړې، خو لا تر دا مهاله یې د خبرو ځواب نه دی موندلی.
اردوغان دا کار د روسیې غیر مسئولانه عمل بللی، دا چې ترکیه د ناټو نیمه غړیتوب لري، دا کار یې پر ترکیه او ناټو تېری وبللو، هغه وايي چې زیاته کړه تېري کوونکي به یې له بدو پایلو سره مخ شي.
تېره ورځ هم د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت د روسیې یوه الوتکه چې د ترکیې پر هوایي حریم یې تېری کړی وو، په بدل کې یې په انقره کې د روسیې سفیر احضار کړ.
د یاد وزارت د یوې خبر پاڼې له مخې چې د جمعې په ورځ د روسیې یوې پوځي الوتکې سوخو-۳۴ د ترکیې پر حریم تېری کړی وو، چې خپله اندېښنه یې د روسیې د سفارت له لارې روسیې ته رسولې ده.
د یادولو ده چې دوه میاشتې وړاندې هم د روسیې یوه سوخو-۳۴ ډوله الوتکه د ترکیې حریم ته ننوتلې وه، چې د ترکیې د پوځيانو له لورې وویشتل شوه، چې له کبله یې د ترکیې او روسیې پر اړیکو ناوړه اغېزه وکړه.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close