رحمة للعالمین صلی الله علیه وسلم

جواد څارگر

دلوړې غونډۍ سر ته وخوت او په جګ غږ یې وویل؛ اې زما قومه! زه د الله له لورې، تاسې ته نبي رالېږل شوی یم، غواړم چې له تورو تاریکیو مو وژغورم او دژوند په راز مو پوه کړم

ناستو خلکو ګنګوسۍ پیل کړ؛ چا ویل لیونی شوی دی، چا ویل شهرت غواړي، یوه بل غږ کړ مازغه یې خراب دي، پورته شئ او خپل کارونه ولټوئ.

یوې بوډۍ ته یې دنده وسپارله؛ بوډۍ به هر سهار دده مبارک په انتظار وه. کله به چې دی مبارک دبوډۍ دکور له څنګه تېرېده، بوډۍ به پرې ښځلې غورځولې

څو ورځې دا کار تکرار شو، نه له چا وچا ته شکایت وشو او نه څوک پرې اګاه شول، او څو ورځې وروسته بوډۍ غیب شوه

د امت دغه محسن پوښتنه وکړه، له دې ځایه به پر ما خځلې را توېدلې، اوس ولې بندې شوې؟

هغه بوډۍ ناروغه ده

پاڅېد او ولاړ، هماغه دَر ته ودرېد، له کوم به چې دده په مبارک بدن خځلې اچول کېدې، بوډۍ حق حیرانه شوه، دا څومره لویه هستي ده چې زه پرې خځلې اچوم او دی مې عیادت ته راځي؟ بوډۍ ایمان راوړ.

دشپې یې په خپل کور کې واژه؛ ګېر چاپېره ترې تاؤ شول، لارې یې بندې کړې او توره په لاس ځوانان یې ورته ودرول

کله چې روغ ـ رمټ ووت؛ بیا یې دهمدې قوم خیرخواهۍ ته ملا وتړله، نه یې دغچ سوچ وکړ او نه یې وچا ته بده وینا وکړه.

په طایف کې یې خلک دیو خدای عبادت ته وروبلل؛ دخدای بندګانو په ډبرو وویشت، زخمي ـ زخمي یې کړ، آن تر دې چې مبارک بدن یې ټول په وینو رنګ شو

دخدای استازي ورته وویل؛ اجازه راکړئ چې دطایف قوم دغرونو منځ کې دل کړم

اجازه ونشوه، او دخدای در ته یې لاسونه لپه کړه

یاالله! زما قوم نادان دی، نپوهېږي، که ددوی په برخه خیر نه وي، له اولادونو یې دخیر کار واخله.

ټول کلی په لانجه وه، ممکنه وه په قتل ـ قتال سره کېوزي، چا ویل موږ افضل یو، د اسود ډبره به موږ پورته کوو، او چا ویل زموږ حق دی. پرېکړه پر دې وشوه چې هر څوک سهار ملا اذان راغی، همغه به د اسود ډبره پورته کوي

سهار له ټولو وړاندې رحمة للعالمین راغی، دنورو قومونو مشران وروسته راوسېدل، ټولو ومنله چې محمد دې ډبره پورته کړي

څادر یې وېړ کړ، ډبره یې پکې کېښوده او څادر څلور خواوې یې څلورو مشرانو ته په لاس کې ورکړې

قوم له قتل ـ قتاله وژغورل شو او ډبره په داسې حکیمانه انداز پورته شوه چې ټول سره خوښ او خوشحال شول.

دیارانو منځ کې ناست دی، یو یهودي ترې په خورا بده ژبه خپل پور غواړي، او عمر فاروق یهودي ته غصه کېږي

دی مبارک په خورا حلیمانه انداز له عمر فاروق غواړي چې دا اصول ندي، په کار داده چې ماته دپور د اداء کولو توصیه وکړئ او یهودي ته دمهلت.

په کوثر به ولاړ وي، تر هغې به جنت ته نه داخلیږي ترڅو چې خپل وروستۍ امتي، له جهنمه بهر نکړي، په منډه به وي، له پیله تر پایه به یې پر خوله د اُمّتي ـ اُمّتي نعره وي، دخدای در ته به زارۍ کوي او دخپل امت خیر به غواړي

ددې امت دبهبود او بقاء لپاره یې زیات تکالیف ګاللي، مبارک غاښونه یې بایللي، شپې یې روڼې کړي، او په مبارک بدن یې دتورو ګذازونه برداشت کړي

اې دګران او محبوب پیغمبر امته! پام چې دخپل محسن له مسره کاږه نشئ، او هغه څه چې درکړي یې دي، په دواړه سترګو یې قبول کړئ، او هغه چې ترې منع کړي یې یاست، ترې منع شئ.

علیه الصلوة والتسلیم

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close