رحمت الله کاکازاده: د ګارډین ورځپاڼې مغرضو ايډيټرانو زما په خبرو کې فاحشه او مغرضانه لاسوهنه کړې

 (کابل ټکی کام ۱۳۹۵ لیندۍ۱۲) زرغون خوږیاڼی

په کراچۍ ښار کې اوسیدونکي مولوي رحمت الله کاکازاده ويلي، چې د ګارډین ورځپاڼې مغرضو ایډيټرانو زما سره له کړې مرکې داسې خبر جوړ کړی، چې اصلاً له موږ نه پوښتل شوي نه دي او دوی زما په خبرو کې فاحشه او مغرضانه لاسوهنه کړې ده.

څو ورځې وړاندې د برتانیې ګارډين ورځپاڼې خبریال جون بون او سمیع یوسفزي له رحمت لله کاکا زاده سره د افغانستان د سولې په اړه یوه مرکه کړې وه، ګارډين د رحمت لله کاکا زاده له قوله لیکلي وو چې طالبان له مالي ستونزو سره مخامخ شوي دي او نور د دې ډلې بهرني او کورني مالي تمویلوونکي لېواله نه دي چې د دوی په پیسو عام افغانان ووژل شي.

ګارډین د کاکازاده له قوله لیکلي وو، روانه جګړه ورځ تر بلې ناولې کیږي، د طالبانو له لوري پر اېښودل شویو ماینونو د ملکیانو مرګ ژوبلو د افغانستان روانه جګړه د ډېرو لپاره پر یوې منفورې او بې باوره جګړې بدله کړې ده، دا او دې ته ورته نورې بې باوره خبرې د رحمت الله کاکازاده له قوله لیکل شوې وې.

رحمت الله کاکازاده د ګارډين ورځپاڼې دغه خبرې رد کړي دي.

کابل ټکی کام ادارې ته رحمت لله کاکازاده په دې اړه یو لیک رالیږلی، چې موږ یې خپلو کتونکو ته کټ مټ نشروو:

بسم الله الرحمن الرحيم

د برتانیې د ګارډين ورځپاڼې په  وروستيوکې زما( په کراچۍ کې د اسلامي امارت د مهال د جنرال قونسل او د بین الافغاني سولې او تفاهم  داعي  رحمت الله کاکازاده) په حواله يو لړ غیر مسئولانه او غير متعلقه خبرې خپرې کړي دي، چې زموږ او زموږ د خواخوږو وروڼو انديښنې یې را پارولي دي.

د ګارډين د ورځپاڼې خبریال غوښتنه درلوده تر څو راسره مرکه وکړې او په افغانستان کې د سولې او ثبات په امکاناتو او لارو چارو راسره وغږیږې او په دې هکله زموږ له لورې د سولې په پار د وړاندې شوې طرحې په اړه مالومات ترلاسه کړي.

 تېره اونۍ مو د نوموړې خبریال سره د هغه د مکررې غوښتنې په پايله کې يوه مرکه تر سره کړه، چې نژدې ټوله یې په افغانستان کې د سولې او تفاهم او په دې برخه کې زمونږ له لوري په ترسره شوو هڅو راڅرخېدله،  خو د ورځپاڼې مغرضو ايډيټرانو د دې پر ځای چې د ناپېيلې ژورناليزم د رسالت له مخې د مرکې له مجموعي منځپانګې نه ‍( چې سوله او تفاهم وو) خبر جوړ کړي، په مغرضانه ډول یې له یوې داسې خبرې نه خبر جوړ کړ، چې له موږ نه اصلاً پوښتل شوي نه دي. د ګارډين د دغه خبر له لوستلو وروسته پر دې حقیقت زموږ باور نور هم پوخ شو چې زیاتره لوېديځوالې رسنئ د نورو مغرضونو جهتونو په څېر د يوه منظم پلان له مخې په افغانستان کې د سولې او تفاهم د کار په سبوتاژ کولو لګيا دي. موږ پر دې هم باوري يو چې لویديځوالې مغرضي کړۍ او رسنۍ غواړي د دا ډول خبرونو له لارې هغه شخصيتونه تخريب کړي چې د بين الافغاني تفاهم، سولې او ثبات په لاره کې صادقانه هڅې کوي. ځکه نو موږ د دې بیان له لارې په ډاګه کوو چې په ګارډين او د هغې په استناد په نورو رسنیو کې زما( رحمت الله کاکازاده) په حواله خپرې شوي خبري له سياق او سياق نه پرته خپرې شوي او په منځپانګه کې په لوی لاس فاحشه او مغرضانه لاسوهنه شوې ده.

زه په داسې حال کې چې افغانان د سولې یوه داسې میکانیزم ته را بولم چې اسلامې او ملي ارزښتونه مو پکې خوندې او نور مو ولس له کړاونو خلاص او د سولې ثبات او اسلامې نظام تر سيورې لاندې ژوند وکړي، د ګارډين له لورې په ماپسې تړل سوي خبرې په کلکه غندم او له هغو څخه خپل برائت اعلانوم.

رحمت الله کاکازاد

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close