رستمي: يوه مياشت کې له ۵۰۰ ټنو زيات جلغوزي چين ته صادر شوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، لیندۍ ۱۷)

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت وياند اکبر رستمي وايي، د تيرې يوې مياشتې په موده کې له پنځه سوه ټنو څخه زيات جلغوزي چين ته صادر شوي دي.

د رستمي په وينا، چين ته د جلغوزيو په صادراتو کې زياتوالی راغلی چې د صادر شويو جلغوزيو کچه تر څلوېښت ميليونو زياتو ډالرو ته رسېږي په خبره يې ښايي د روانې دسمبر مياشتې تر اخره پورې چین ته د صادرو شويو جلغوزيو اندازه له زر ټنو واوړي.

د کرنې او مالدارۍ وزات د معلوماتو له مخې، د افغانستان جلغوزي په هند، عربي اماراتو او نورو اروپايي هېوادونو کې ښه بازر لري چې په وروستيو کې درې مياشتو کې (يوسل شل ټنه) جلغوزي دغه هېوادونو ته صادر شوي دي.

دا مهال په افغانستان کې د جلغوزيو کلني صادرات (درويشت زره مټريک ټنه) ته رسېږي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close