رسول الله’ص’ ته به نعرې کړم

قاري خالد

ګرانه پېغمبره! نن چې ستا د امت یو څو سر سپارلیو ژڼو، ستا د امت دبقاء او دتللي برم د اعادې هوډ کړی، څوک یې پردي بولي،او څوک یې سر ناخلاصي لیوني بولي

نن ستا د امت ځینې ځوانان لکه په شعب ابي طالب کې چې محاصره وي، له هرې خوا ترې کافر تاؤ دي، بچي یې قتلوي، او خوئندې یې بې عفته کوي

په خپل در او دیار کې پرې شپه ـ ورځ بمونه وَروي، په مردکیو یې نازکې سینې غلبېل ـ غلبېل کوي او دشپې په توره تیاره کې یې، پر خواږه خوب ویده، شهیدانوي.

ستا د امت یوه پېغله له زندانه د ‘واه معتصماه’ چېغې وهي، او یوه بله امتۍ دې دعصمت بایللو وروسته خپل ځان قتلوي، مګر د امت ډېری زلمیان دې ددرې مورچل په لیدلو مشغول دي، او هغه ځوانان چې ددې خوئندو، دعصمت ساتلو په پار راپورته سوي؛ دوی یې وحشت ګر او ترهګر بولي.

ګرانه پیغمبره! هغه چې تا یې دهوساینې او د بقاء لپاره، په مبارک وجود زخمونه برداشت کړل، دهغوی ډېری برخه نن ستا ددښمن دَر ته سلامي ولاړ دي، ستا په وارثانو پسخند وهي او دغرب ناولي او ړچیدلي فرهنګ ته دوه لاسي سلام کوي

ستا ددین له دښمنانو یې په وار ـ وار غوښتي چې واړه بمونه نه، غټ پرې ووروئ، دمسجد په بمبارد یې خولې ګنډلي، مساجد دترهګرۍ ځالې بولي، او دکلیسا په نړونکیو زلمیانو پسې کومي څېرَوي

خپل اولادونه دغرب رحم ـ کرم ته سپاري، او دغرب د بې مهاره ټولنو غېږ ته یې غورځوي.

ستا پر دین شرمېږي، دعصریت او تمدن مخ ته یې ستر خنډ ګڼي، آن ځینې یې لا دومره سپین سترګي سوي چې ستا خواږه یاران ‘رضوان الله اجمعین’ هم قاتلین او غاصبین ګڼي.

ګرانه پیغمبره! ستا ځینې اُمتیان لګیا دي هغه چا ته مډالونه ټومبي، څوک چې ستا مظلوم امت نڅا او فحشاء ته هڅوي، او هغه څوک شکنجه کوي او زندان ته یې اچوي، چا چې ستا سره دوفا علم پورته کړی او ستا په پل ـ پل پر پل روان دي

پر هغه چا هم مډالونه ویشي او ګلونه پاشي، څوک چې ستا مظلوم او بې وسه امتیان په فاسفورس بمونو سوځوي، او ستا ددین او امت دمحوه کولو کوښښونه کوي، او هغه څوک په ډیزي کټر وژني دچاچې په جوب او سینه کې پر تا نازل سوی، پاک قرآن خوندي وي.

 

ګرانه پیغمبره! ستا دامت یو دعوېدار، ستا د امت دیو نوم ورک سپاهي، دمړ جسد په پښه کې پړی واچوه، او ټانک پسې یې مازې په دې جرم کش کړ چې ګویا ترهګر! دی

یو بل سپاهي دې ددار رسۍ په دې جُرم تر غاړې کړه، چې ستا د ازلي دښمن ټانک یې انفجار کړ

یو بل برحق مجاهد دې په دې جُرم دتل لپاره معیوب کړی سو چې یوه ډله ځوانان یې جهاد ته هڅولي ول.

زموږ ګرانه پیغمبره! ګیله مو ځکه تاته وکړه چې ته مو اقا یې، ته مو مولا یې او ته مو دلارې رهنما یې

ستا را ښودلي مو منلي، او ستا رد کړي مو رد کړي، ستا دښمن مو دښمن ګڼلی او ستا دوست ته مو دوه لاسي سلام کړی.

ګرانه پیغمبره! ډاډ درکوو چې تر پایه به ستا ددین په نام او ننګ ولاړ یو، که مو کورونه کنډر ـ کنډر سي، که مو اولادونه زېر او زبر سي، که مو بدنونه تار ـ تار او په مجمر سي؛ ستا دزوکړې دمبارکې ورځې په ویاړ، وعده درسره کوو چې یو قدم به ستا له مسیره  شاته نسو او نه به دې دښمن ته سرونه ټیټ کړو.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close