نه یې غوښتل د خپل دښمن د کور ستر مات کړی

آصف الله آصفي

کله چې د مکې قریشي کافرانو له هرې قبیلې نه یو یو کس د دی لپاره راغونډ کړل چې بیګا ته به ټوله شپه د رسول الله ص د کور د دروازې مخې ته پهرداري کوي، نو ټول راغلل او ټوله شپه د رسول الله ص د کور مخې ته شپه په ویښه تیره کړه او انتظار یې ویستو څو رسول الله ص د سهار لمانځه لپاره له خپل کوره راووځي او دوی یې ووژني، دا سره له دې چې دوی کولای شول څو د کور پر دیوالونو ورواوړي او د کور په داخل کې یی ووژني، او د ټولې شپې له پهرې کولو نه به هم خلاص شوی وای او د ټولې شپې له شب ګیرې به هم خلاص شوی وای.
او سره له دې چې یوه کس ابوجهل ته او نورو ملګرو ته دا مشوره ورکړه چې د کور پر دیوالونو به ورواوړي او د کور په داخل کې به یی ووژني، خو ابوجهل په ټینګه عکس العمل وښود او سخت په قهر شو او ویې ویل چې سبا به عربان وایی چې ابوجهل خلک د محمد ص د کور پر دیوالونو ورواړول او د کور او د محمد ص د زنانه و ستر یې مات کړ!!!
له دې په ډاګه معلومیږي چې د قریشو کفارو په تیره بیا په ابوجهل کې کې هم دومره غیرت او نارینتوب وجود درلود چې نه یې غوښتل د خپل دښمن د زنانه و او کور ستر او پرده ماته کړي.
خو اوس د دې زمانې کفارو او د کافرو تالي څټو مسلمانانو حال وګورئ!! کفار به ورته په کوڅه کې ولاړ وي او خپلو تالي څټو هسی په نوم مسلمانانو ته به قومانده کوي چې Go Go او هغوی به د خلکو د کورونو پر دیوالونو په نیمه شپه کې وراوړي او خپلو بادارانو ته به لویه دروازه هم خلاصوي څو هغوی هم ورپسې ورننوځي!!! آیا دا ډول جاهلیت تر تیر جاهلیت څو چنده زیات ندي؟
همدا راز یوه ورځ ابوجهل په څه خبره سخت په قهر شو، او د ابوبکر لور اسماء یې پر مخ باندې په څپیړه ووهله، اسماء ورڅخه روانه شوه، خو ابوجهل ورپسې منډې کړې او په منتونو او زاریو یې ورته وویل چې څوک خبر نه کړي او خیر دې پر ما باندې پرده واچوه ځکه چې سبا به خلک وایی چې ابوجهل څومره بې غیرته انسان دی چې ایله پر ښځو ګوزارونه کوي!!! حال دا چې ابوجهل هغه شدید کافر و چې آن رسول الله ص یې پر خلاف جنګیدو، او د مسلمانانو په لاس ووژل شو.
ابو سفیان له اسلام قبلولو نه مخکې یوه ورځ د قریشو له کاروان سره د روم خواته سفر وکړ، هلته د روم پاچا وروغوښت، او لاندې پوښتې یې ترې وکړې:
• آیا محمد ص درواغجن ګڼۍ؟
• آیا محمد ص خاین دی؟
• آیا محمد ص بیګناه خلک وژني؟
ابوسفیان ورته په ځواب کې وویل چې: په لوی څښتن تعالی مې دې سوګند وي که چیرته خلکو زه درواغجن نه ګڼلای نو ما به اوس ویلي وای چې هو محمد ص درواغجن دی. که دا کار وکړم نو معلومه خبره ده چې خلک به نور ما درواغجن انسان ګڼي. (مطلب دا چی محمد ص درواغجن ندی).
نو ابوسفیان انکار وکړ چې که پر رسول الله ص د درواغجن تور ولګوي نو په قریشو کې به یې نوم او حیثیت ته سخت زیان ورسیږي، او ټول خلک به وایی چې ابوسفیان یو درواجن شخصیت دی.
که ۱۵۰۰ کاله پخوانی جاهلیت پردې پوهیدې چې ۱۵۰۰ کاله وروسته به دا ډول جاهلیت په کفارو او مسلمانانو کې راپیدا کیږي نو څومره تو لعنت به یې د دې زمانې پر جاهلیت ویلای وای؟؟

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close