رسول الله ﷺ د أم معبد كره

حامد افغان

د أم معبد نوم عاتکة بنت خالد الخزاعیة ده، د دې کره د رسول الله ﷺ د راتګ کیسه په مختلفو روایاتو کې راغلې ده، امام ابن کثیر رحمه الله تعالی د دې روايت په اړه وايی چې دا روایت مشهور دی ، له مختلفو لارو روایت شوی دی چې خپلو کې سره تقویه کوي. د ام معبد کره رسول الله ﷺ هغه مهال ورغلی و چې کله دی له مکې مکرمې نه مدینې منورې ته په هجرت روان و.

رسول الله ﷺ چې له مکې نه مدینې ته په هجرت روان شو، ابو بکر، د ابو بکر غلام عامر بن فهیرة او د دوی لارښود عبد الله بن اریقط اللیثي هم ورسره وو، نو دوی ټول د أم معبد الخزاعیه خیمې ته ورغلل، أم معبد په عمر لویه او پخه ښځه وه، د ځوانو ښځو په څېر حجاب یې نه کوه، دا ډېره سخي او مېلمه پاله ښځه وه، چې د خیمې خواته به یې څوک تېریدل ډوډۍ به یې ورکوله. دوی له أم معبد نه په پيسو غوښې او خورما وغوښتلې، خو له هغې سره دا شیان نه و، هغه مهال خلک وچکالي ځپلي او نېستمن وو، هیڅ یې نه لرل.

رسول الله ﷺ یوه بل لور ته وکتل او د أم معبد د کور یوه کونج کې یې یوه مېږه ولیدله، نو هغې ته یې وویل: دا څنګه مېږه ده؟ هغې ورته وویل: دا له خوارې له مېږو سره نه شي تلی نو کور پاته ده، هغه بیا ورته وویل: ایا هغه پۍ کوي؟ هغې ورته وویل: دا ډېره خواره او ډنګره ده پۍ نه لري، رسول الله ﷺ ورته وفرمایل: اجازه راکوې چې ویې لوشم؟ أم معبد ورته وویل: مور او پلار مې له تا قربان شه، که ته پۍ په کې وینې ویې لوشه.

له دې ښځې سره د رسول الله صلی الله علیه لومړۍ لیدنه ده، بیا یې چرته نه ده لیدلې، دا مهال هغې اسلام هم نه دی منلی، څرنګه چې رسول الله ﷺ هغې سره بېخي مؤدبانه او غوره چلند کوي، اجازه ورنه غواړي او په غرانه نوم ( أم معبد) سره یې بولي، نو په دې لنډ غوره چلند سره دا ښځه له ده نه اغېزمنه شوه، دومره چې په دویم دریم ځواب کې ورته وايي: مور او پلار مې له تا قربان شه!

رسول الله ﷺ ته یې هغه ډنګره میږه راوستله ، هغه یې په غولانځه لاس تېر کړ ، د الله تعالی نوم یې ياد کړ، د أم معبد مېږي ته یې دعا وکړه او په دې سره مېږې د پیو پرېښودلو لپاره پښې ازادې کړې، ځکه د رسول الله ﷺ د لاس تېرولو او دعا له برکته په هغې کې پۍ زیاتې شوې او شیدې یې زیاتې او روانې شوې.

رسول الله ﷺ دومره لوښی راوغوښت چې هلته شته کسان ماړه کړي، أم معبد ته یې شیدې ورکړې، هغې وڅښلې، بیا یې خپلو ملګرو ته شیدې ورکړې، هغو دومره ډېرې شیدې وڅښلې چې بدنونه یې درانه شول، أم معبد وايي : د هغې له تیو شیدې بهیدلې او د شیدو ځګ به په لوښي پاس کوټه شو. او په اخیر کې رسول الله ﷺ خپله هم وڅښلې.

د دې ستر پیغمبر ﷺ اخلاقو ته ګورئ لومړی یې شیدې کوربنې (أم معبد) ته ورکړې، د هغوی له حالته معلومیدله چې وچکالۍ ځپلي او سخت غریبان دي، سره له دې چې ده او ملګرو یې په تشو دښتو کې ستړي کوونکي مزلونه وهلي وو خو بیا یې هم د شیدو په څښلو کې د کور څښتنه مېرمن مخته کړه! او بیا یې خپل ملګري مخکې کړل او له ټولو وروسته یې پخپله وڅښلې!

د ابن کثیر په البدایة والنهایة کې راغلي دي چې کله رسول الله ﷺ او ملګرو یې د أم معبد د خیمې خواته واړول او هغې نه یې غوښې او خورما وغوښتلې او له هغې سره نه وې، نو هغې خپل کوچني زوی ته مېږه او چاړه ورکړل او ورته ویې ویل چې مېلمنو ته ووایه کور کې بل څه نسته دا مېږه درته حلاله کړئ، تاسو یې هم وخورئ او موږ ته هم لیږ راکړئ، رسول الله ﷺ له هلک نه مېږه ونیوله او چاړه یې بېر ته ورکړه ورته ویې ویل چې ولاړ شه لوښی راوړه، ماشوم چې لوښی راوړ… پاته کیسه د دې روایت په ډول ده.

أم معبد وايي: دوی څو ځله شیدې وڅښلې او ښه ماړه شول، دا وايي: هغه لوښي کې یې بیا مېږه ولوشله او لوښی یې ورنه ډک کړ، او هغه یې دې ته ډک پرېښود، او دوی ولاړل. لیږ وروسته د أم معبد مېړه أبو معبد راغی، خپلې ډنګرې مېږې یې راوستلې، دومره ډنګرې چې له دېري کمزوري یې هډوکي راختلي وو او مړاوې روانې وې.

أبو معبد چې د خپلې مېرمنې أم معبد خواته شیدې ولیدلې هک حیران شو! هغې ته یې وویل: دا شیدې دې له کومه کړې مېږه خو هم وچه ده شیدې نه کوي؟! او کور کې د پیو بله مېږه هم نشته! أم معبد ورته وویل: نه داسې نه ده، موږ ته داسې او هاسې یو مبارک سړی راغلی و، هغه ورته وویل: ته یې حال راته ووایه هغه څنګه سړی و؟!

ډېرو صحابه کرامو رضي الله عنهم سول الله ﷺ ستایلی او د هغه حلیه او څېره یې بیان کړې ده، خو د أم معبد ستاینه ډېره خوندوره، ژوره او ښایسته ده، یوه مهمه وجه یې دا ده چې صحابه کرامو له حیا او شرمه رسول الله ﷺ ته ځېر او دقیق نه شوی کتلی، څرنګه چې أم معبد صحرايي، هوښیاره او بیداره مېرمن وه او دا مهال یې له رسول الله ﷺ سره د محبت او عقیدت هم هیڅ اړیکه نه وه، هغه د یوه نابلده مېلمه په توګه د هغې په کور کې ناسته او ولاړه کړې ده، او شاید له یوه ساعته یې زیات وخت نه وي تېر کړی، أم معبد چې څه لیدلي دي هغه یې د خدای ورکړي فصاحت او بلاغت په ځواک په خوندورو کلماتو کې نغښتي او پېچلي دي نو د دې خبرې ټولې په حقیقت ولاړې دي، ، او د بلاغت په زور بیان شوې دي، ځکه ډېرې اغېزمنې او مشهورې دي. او أم معبد د رسول الله ﷺ ستاينه داسې پیل کړه:

هغه ښایسته مخی سړی و، ځلانده مخ یې و، برابر جسم یې و، له څربښته یې لویه ګېډه نه وه، نه ډېر ډنګر و، ډېر ښایسته بدن یې و، تکې تورې سترګې یې وې، اوږده باڼه یې وو، قوي، دروند او خوږ غږ یې و، (تېز او ډېر لوړ غږ نه و) غاړه یې لیږ هسکه او نوراني وه، ګڼه ږېره یې وه، اوږدې او کږې وریځې یې وې، که غلی به شو درنښت به یې لوړ شو، چې غږیدی به سر به یې پورته او درنښت به یې لا زیات شو، له لیرې له هر چا ښه ښکاریدی، او له نږدې تر ټولو دروند او ښایسته معلومیدی. (ځیني خلک له لیرې ښه ښکاري خو چې نږدې شي هغسې نه وي، داراز عکس، او دی دواړو حالاتو کې له هر چا ښه ښکاریدی)

خبرې یې پرې کړې او خوږې وې، نه کمې وې او نه زیاتې، خبرې یې ګواکې د امېل ملغلرې وې چې لاندې رالویږي، یعني د هغه هره خبره خوږه، ښایسته او درنه وه، د منځني قد خاوند و، جګوالي ته نږدې و، له ټيټوالي په سترګو بد نه لګیدی، نه ډېر دنګ و، د دوو لښتو منځ کې یوه لښته وه، په ښکلا کې هغو دریواړو کې دی ډېر ښایسته او تازه و، او هغوی کې دروند او عزتمن و.

ملګري يې پرې راټول وو، که به ده څه خبره کوله هغوی به ورته یو غوږ وو، که څه امر به یې ورته وکړ هغوی به یې د منلو لپاره یو له بله مخته کیدل، ملګري یې پرې راټول وو او د ده خدمت یې کوه. أم معبد رضي الله عنها وايي: هغه تروش مخی نه و او نه ناپوه و.

أم معبد چې د رسول الله ﷺ دا خوندوره ستاینه خلاصه کړه مېړه یې أبو معبد ورته وویل: په الله قسم کوم دا هماغه د مکې د قریشو محمد دی، چې ما یې کیسې او ریدلې وې، او ما کوښښ کړی و چې ملګرتیا به یې کوم، او په الله قسم که وس مې ورسیده زه به د ده ملګرتیا کوم.

د امام البغوي په شرح السنة کې له دې روایت سره راغلي دي، د ابو بکر رضي الله عنه لور اسماء رضي الله عنها وايي: کله چې موږ مکه کې دا خبرې واوریدلې پوه شوو چې دوی د مدینې لور ته تللي دي، مطلب دا چې کله رسول الله ﷺ او ملګري یې له مکې نه د هجرت په نیت راروانیدل نو کوروال یې نه و خبر چې دوی چرته ځي، کله چې هغوی ته د أم معبد د مېلمستیا او ستاینې خبرې ورسیدلې نو پوه شول چې دوی مدینې ته تللي دي.

علامه ابن حجر په الاصابه او نورو لیکلي دي چې أبو معبد او أم معبد بیا مدینې منورې ته ولاړل او دواړه مسلمان شول، أم معبد ته صحابه کرامو په ډېره درنه سترګه کتل، یوه روایت کې راغلي دي کله چې دوی مدینې ته ولاړل، یوه ورځ د أم معبد ماشوم زوی مدینه کې ګرځیدی چې نبوي جومات کې یې رسول الله ﷺ په منبر ولید، صحابه کرامو ته غږیدی، دی مور ته په منډه ورغی او هغې ته یې وویل: مورې هغه مبارک سړی مې ولیدی، چې زموږ کره راغلی و، مور یې ورته وویل: زویه هغه د الله رسول دی. د أم معبد ورور حبیش بن خالد الخزاعي هم صحابي و.

له أم معبد نه دا یو روایت هم راغلی دی چې هغه کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم یوه دعا راغلي ده: عن أم معبد قالت : أن النبي كان يدعو: اللهم طهر قلبي من النفاق, وعملي من الرياء, ولساني من الكذب, وعيني من الخيانة, فإنك تعلم خائنة الأعين وما تخفي الصدور.

د أم معبد خیمه او کور په “وادي قدید” کې و، وادي قدید د مکې مکرمې ولایت خلیص نومي ولسوالۍ کې د یوه ځای نوم دی چې له مکې نه ۱۵۰ کیلومیتره شمال شرق ته پروت دی، انځور کې ورکړل شوي ځایونه د وادي قدید سیمي ویب سایټ نه راخیستل شوي دي، هغوی لیکلي دي دا له اسلام نه مخکې د خزاعه قبیلې ځمکې دي.

مأخذونه: شرح السنة، الأنوار في شمائل النبي المختار للامام البغوي، المستدرک للحاکم. الطبقات الكبرى لابن سعد، أسد الغابة في معرفة الصحابه لابن الاثیر، البدايه والنهايه لابن کثير

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close