رمضان بشردوست د ولسي جرګې له تالار څخه وشړل شو

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ تله ۹)

د ولسي جرګې په ننۍ عمومي ناسته کې چې یواځې ۲۰ تنو وکیلانو ګډون درلود، مشهور وکیل او د کابل د خلکو استازی رمضان بشردوست د خپلې وینا له امله د جلسې له تالار څخه وایستل شو.

په ننۍ ناسته کې د کابل د خلکو استازي رمضان بشر دوست وویل، چې حکومت باید د ټولو هغو وکیلانو معاشات او امکانات قطعه کړي چې اوسمهال پر انتخاباتي مبارزو بوخت دي.
بشر دوست وویل

“د جرګې اوسني وکیلان په انتخاباتي کمپاینونو کې د دولت له بودیجې ټول مصارف کوي او د ساتونکو او موټر معاشات هم حکومت ورکوي،خو ځینې نور بیا ځمکې خرڅوي او کمپاینونه پرې مخته وړي، موږ به څنګه عدالت او مساوات مراعات کړو ؟


نوموړي دغه راز وویل چې د یادو وکیلانو معاشات باید ترې وګرځول شي او د دولت بودیجې ته ذخیره ، یا هم د جرګې د اداري برخې کارمندانو ته چې له څه مودې راهیسې یې تنخوا نه ده اخیستې ، ورکړل شي.

نوموړي وویل، دا ستونزه یې تیره اونۍ هم یاده کړې خو د جرګې اداري هیئت بیرته رد کړه.
غلام حسین ناصري هم دا ستونزه یاده کړه او د اساسي قانون له مخې یې په انتخاباتي منډو ترړو کې له دولتي امکاناتو څخه استفاده ناوړه کار او جُرم وباله..
خو په ولسي جرګه کې د پروان د خلکو استازي خواصي د بشردوست خبرو ته سخت غبرګون وښووده او زیاته یې کړه چې رمضان بشردوست عوام فریبي کوي او په وینا یې چې نوموړی پوره نهه ۹ میاشتې د جرګې غونډو ته نه دی حاضر شوی په داسې حال کې چې د خپلې غیر حاضري تنخوا یې هم اخیستې.
دغه راز نوموړی که څه هم له ساتونکي ګارډ پرته تګ راتګ کوي خو د ساتونکو پیسې اوس هم اخلي او د دولت بودیجې ته ترې نه دي ګرځول شوې.

د جرګې د کورنیو اصولو له مخې کله چې یو وکیل د جرګې د نورو غړو له خوا تورنیږي، باید دفاعي ځواب یې د جرګې اداري هیئت ووایي.
په ننۍ ناسته کې سربیره پر دې چې بشر دوست ته د خواصي له خبرو د دفاع حق ورنه کړل شو، د جرګې د ګډوډولو په پلمه له تالار څخه هم وایستل شو.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close