روانه اونۍ په اسمان کې د ۶ سیارو ننداره وکړئ

لیک : عبد الله صدیقي

په روانه اونۍ او میاشت کې به تاسې وکولای شئ چې داسمان په نیمایي کې پر یوه مهال د شپږو  ۶ سیارو ننداره وکړئ .

داسې وخت کله کله پیښیږي. په قرآن کریم کې الله تعالې بار بار خپلو بندګانو ته هدایت کوي چې د الله په مخلوقاتو خصوصاً ، اسمان، ځمکه ، لمر، ستورې او نور کائناتو ته نظر واچوي ترڅو دوی ته د الله تعالیٰ عظمت او لویي ښکاره شي.

مونږ چې په شمسي نظام کې قرار لرو، زمونږ سره په دې نظام کې  ۹  نورې لویې سیارې هم شتون لري چې ، ددغې نظام مرکز لمر ګڼل کیږي.

لمر خپله یوه منځنی ستوری دی ، چې ترې غټ غټ نور ستوري هم په فضاء کې شته او تر دې وړوکي ستوری هم شتون لري

د لمر نه ګرد چاپيره ۹ لویې سیارې همیشه ګردش کوي، چې تر ټولو لمر ته نژدې د عطارد سیاره ده، بیا زهره ده ، چې د زمکي داخلي ګاونډی هم ورته ویل کیږي، په دریمه درجه کې ځمکه ده، او په څلورمه درجه کې مریخ دی، چې د زمکې خارجي ګاونډی بلل کیږي.

تر مریخ وروسته مشتري دی چې د لمر نه وروسته په  شمسي نظام کې  غټه سیاره ده چې تقریبا 19 سپوږمۍ لري.

د مشتري نه وروسته زحل دی چې دا هم په غټو سیارو کې شمارل کیږي او 18 سپوږمۍ لري، مخکنیو ساینسدانانو به ویل چې زحل آخری سیاره ده خو بیا وروسته په مشاهدې سره ثابته شوه چې د زحل نه غیر نور سیارې هم شته چې د لمر نه را څرخیږي، تر اوسه درې نور غټې سیاري کشف شوي چې په ترتیب سره یی نومونه “ یورانوس، نیپچون او پولوټو“ دی . او کیدای شي نورې کوچنۍ سیارې هم په شمسې نظام کې وي خو تر اوسه ندي کشف شوې.

په روانه میاشت او اوونۍ کې د لمر ډوبیدو نه وروسته تاسي لاندې 6 سیاري په سترګو لیدلای شئ:

اول : د اسمان غربي افق ته نژدې زهره ښه واضحه ښکاره کیږي ځکه چې مونږ ته تر نورو سیارو نژدې ده.

دوهم : د اُفق نه چې داسمان منځ طرف ته ځو نو په دوهمه درجه کې مشتري ښه واضح ښکاره کیږي.

دریم : کله چې لږ نور هم د اسمان منځ طرف ته متوجه شو، نو زحل زمونږ سترګې ځان طرف ته را جذب کوي.

څلورم : د زحل نه لږ مخکې د اسمان منځ طرف ته پولوټو سیاره هم ښکاره کیږي البته دا ډیر واضح ندی ، ځکه چې حجم یې وړوکی دی او بله دا چې زمونږ نه ډیر لرې قرار لري.

پنځم : پولوټو ته نژدې بیا سپوږمۍ ښه واضحه ښکاره کیږي، ځکه سپوږمۍ تر ټولو سیارو مونږ ته ډیر زیات نژدې ده نو په خالي سترګو هر وخت، ښه غټ ښکاره کیږي.

شپږم : تر سپوږمې لږ ختیځ طرف ته بیا مریخ سیاره هم ښه واضحه  ښکاري ، ځکه هغه هم ځمکې ته نژدې سیاره ده او د ځمکې داخلی ګاونډی بلل کیږي.

د اسمان ننداره وکړئ، خوند به هم واخلئ او د الله تعالې دقدرتونو نظاره به هم کوئ .

ټېګونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close