روانه اونۍ: څو مهمو پیښو ته لنډه کتنه

راپورتاژ: فرید افغان

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ وږی ۲۲)

روانه اونۍ یو لړ سیاسي غونډې او ځینو جریاناتو په ګډون له جنګ جګړو ډکه خونړۍ اونۍ وه چې  سلګونه افغان ځواکونو، ولسي خلکو او وسلوال طالبانو ته په کې مرګ ژوبله واوښته.
که څه هم د طالبانو خوځنده بریدونو د دو ولسوالیو ودانۍ تر خپل چتر لاندې راوستې او د ګڼو قرارګاوو په ګډون لسګونو پوستو د سقوط داعي ته لبیک ووایه، خو په همهاله توګه د هوایي بریدونو لړۍ هم روانه وه، چې په ځینو ولایتونو کې یې د ملکي خلکو په ګډون وسلوالو طالبانو ته هم مرګ ژوبله واړوله.
د دې تر څنګ دا اونۍ تر سلو ډیر ولسي خلک د هوایي بریدونو او د داعش په نامه وسلوالې ډلې د بمي حملو ښکار شول.

په دې راپور کې په اجمالي ډول د تیرې اونۍ پیښو ته کتنه کوو.

د وږی ۱۸ د احمدشاه مسعود تلین ولمانځل شو، د کرزي په ګډون ګڼو چارواکو په کې ګډون وکړ، خو په همهاله توګه په کابل کې د نوموړي د پلویانو له خوا نا اعلان شوي پوځي مانور هم جریان درلوده، طالبانو د نوموړي د تلین په پار اعلان شوې رخصتي په ځینو ولایتونو کې ممنوع اعلان کړه.

د وږي په ۲۰مه افغان لوبغاړي په افغان پریمیر لیګ کې پلور ته وړاندې شول

د وږي په ۲۰ مه  ولسمشر غني د څرخي پله زندان ته ورغی او د یوه بلاک او یوه ۵۰ بستریز روغتونو د بنسټ ډبره یې کیښووده.

د وږي په ۲۱ سیاسي ګوندونو او چارواکو له امریکا سره د شوي امنیتي تړون په بیا کتنه ټینګار وکړ، په همدې ورځ ولسي جرګې هم د یاد امنیتي تړون دلغوه کیدو ژمنه وکړه.

 

امنیتي پیښې:

جوزجان:

د وږي په ۱۹ مه نیټه طالبانو د خُم آب ولسوالۍ مقر سره له ټولو امنیتي پوستو یوځای ونیوه، په نښته کې ګڼ شمیر ځواکونو ته مرګ ژوبله واوښته او طالبانو ۳ نقلیه وسایط له پراخو مهماتو سره ونیول.

میدان وردګ:

په همدې ورځ طالبانو د میدان وردګو د دایمیرداد ولسوالۍ له نیولو هم خبر ورکړ ، امنیتي سرچینو پژواک ته وویل چې د طالبانو په بریدونو کې ۶۸ تنه سرتیري وژل شوي، طالبانو د ۷۰ سرتیرو د وژل کیدو او ۷ ټانګونو، رینجرو او مهماتو د نیول کیدو ادعا وکړه.

کندوز:

طالبانو په یاده نیټه په کندوز کې هم له پرمختګونو خبر ورکړ او د ۴۶ امنیتي منسوبینو د وژل کیدو او د یوه کنډک او یوې پوستې د نیول کیدو خبر ورکړ، دولتي چارواکو هم د خپلو ۳۰ تنو د وژل کیدو پخلی کړی وو.

سرپل:

چارواکو په همدې ورځ خبر ورکړ چې طالبانو د سرپل ولایت د بلغلي سیمه نیولې او ۱۰ قرارګاوې او پوستې یې ترخپل کنترول لاندې راوستلې دي، طالبانو د پیښې د پخلي ترڅنګ د ۱۰ عراده پوځي موټرو د نیول کیدو او ګڼو عسکرو د وژل کیدو ادعا وکړه.

بلخ:

طالبانو د دوشنبې ورځې په ماښام خبرپاڼه خپره کړه چې د بلخ په چمتال کې یې ۱۵ پوستې او یوه قرارګاه نیولې.

د تیرې سې شنبې په ورځ د ننګرهار په مهمندرې ولسوالۍ کې یوه بریدګر د هغو لاریونوالو په منځ کې ځانته چاودنه ورکړه، چې د یادې ولسوالۍ د اربکیانو د مشر بلال پاچا د ظلمونو په پار را غوښتل شوې وه.
په یاده چاودنه کې ۶۸ تنه ووژل شول او نږدې ۲۰۰ نور ټپیان شو، طالبانو او حکومت دواړو پیښه وغندله.

اقتصادي

تیره اونۍ  د چابهار په تړاو د افغانستان، هند او ایران غونډه جوړه شوه.

د دې ترڅنګ تیره اونۍ په بې مخینې توګه د افغانیو ارزښت د ډالرو پر وړاندې ښکته راغی او یو ډالر ۷۶ افغانیو ته لوړ شو، چې ورسره د خوراکي او سون توکو نرخونه هم لوړ شول.

بهرني خبرونه 

 

تیره اونۍ د ایران ، ترکیې او روسیې ولسمشرانو په تهزان کې ګډه غونډه وکړه،  روسیې د شنبې پر ورځ د سوریې پر ادلب ښار بیلري بمونه وغورځول او امریکا بیا د دوشنبې پر ورځ د حماه پر ښار د سپین سیفري بمونو چې د ټول ویجاړۍ لپاره کارول کیږي، برید وکړ.

دغه راز روسیې او چین ګډ اقتصادي تړون لاسلیک کړ او د عراق په بصره ښار  کې د ایران قونسلګرۍ وسوځول شوه.

په تیره اونۍ کې لسګونه نور سیاسي، امنیتي او اقتصاد خبرونه هم مخته راغلل چې دلته  مو د راپور د اوږدیدو له امله را وانه خیستل.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close