روانه جګړه به څوک ګټي؟

« تبصره »

دوه کاله د مخه چې اوباما له افغانستانه د بهرنيو پوځونو د ايستلواعلان نه و کړی ، به امريکا کې لاريونونه وشول او آن د سنا د مجلس غړو له اوباما وغوښتل له افغانستانه خپل پوځونه راوباسي او امريکا په افغانستان کې د روسانو په برخليک اخته نکړي.

امريکا کې د سنا د مجلس غړو ويل: په افغانستان کې چې امريکا هر څومره تاوانونه وکړي امريکايي پوځونه ژوند له لاسه وکړي ؛ جګړه نشي ګټلای. د افغانستان تاريخ کې له افغانانو چا جګړه نه ده ګټلې ، انګريز سرماتی او د وخت شوروي اتحادي پوځونه غاښ ماتي له افغانستانه وتلي دي.

که امريکايي نظاميان له ويتنام ورسته له بلې ماتې اوشرم څخه ځان ساتي ؛ نو له افغانستانه دې امريکايي پوځونه را وباسي.

په ۱۸۶۹م چې افغان بادشاه محمد اعظم خان ايراني صفويان پسې واخيستل بيايې خپله ماتې ومنله

په ۱۸۷۳ او ۱۸۸۰کې افغانانو پيرنګي ته شرموونکې ماتې ورکړه ؛ خو چې په۱۸۹۱کې پيرنګي ماتې ومنله اوله افغانستانه يې پښې سپکې کړی ؛ نړيوالو ومنله چې له افغانانو څوک جګړه نه شي ګټلای.

پيرنګی چې د افغانانو په مقابل کې يې د تورې او ټوپک جګړه بايللې وه غوښتل يې د سياست په ميدان کې له افغانانو بدل واخلي، افغانستان کې چې په ملګرو ملتونو کې يې د غړيتوب هڅه وکړه انګريزانو يې مخالفت وکړ ؛ خو د سياست په ميدان کې هم افغانان بريالي شول

او په ۱۹۴۶ کې يې په ملګرو ملتونو کې غړيتوب ترلاسه کړ بيا انګريز سياسي ماتې ومنله روسانو چې دپيرنګي له ماتې عبرت نه و  اخيستی په افغانستان يې په ۱۳۵۸د جدي په شپږمه يرغل وکړ ، سره د توپونو او ټانکونو چې هوايي بمباري يې هم پر افغانانو کوله او خپله زورازموينه يې له افغانانو سره پېل کړې وه يو شمېر روسي لوړ روتبه چارواکو درک کړه ، چې په افغانستان کې جګړه نشي ګټلای.
د روسيې د دفاع وزارت ستر سلاکار ګورپلوف اود روسيې په دفاع وزارت کې د څار د ادارې او اپراسيون عمومي رئيس جنرال وارنکوف د افغانانو ميړنې او مقاومت ته د تسليم سرونه ټيټ کړل،  ګوربچوف ته يې مشوره ورکړه چې خپل پوځونه له افغانستانه وباسي.

په ۱۹۸۹م کال کې روسانو په ژنيو کې له افغانستانه د روسانو د وتلو د امن معاهدې په لاس ليک کولو سره ومنله ، چې د افغانستان خاوره څوک نشي اشغالولای.

ولسمشراشرف غني لالا په  امريکايي اود ناټو په پوځونو نازيږي، چې مرسته به ورسره کوي ؛ خو هغوی اوس دې حد ته رسيدلي چې په افغانستان کې د خپل پوځ د سر خير غواړي، وايي: د افغانستان جګړه هېڅ وخت له افغانانو څوک نشي ګټلای .

په افغانستان کې به د تېر په څېر د پيرنګي ، روسي او صفوي لښکرو په شان امريکا او ورسره ملګري لنډغر پوځونه ماتې خوري .

روانه جګړه به د بهرنيو پوځونو په ماټې ورکولو سره د افغانستان سرښيندونکي مجاهدين ګټي .

ان شاءالله .

 

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close