رواني جګړه

سعد کټوازی

له څو اونيو راهيسې د اشغالګرو او ګوډاګې رژيم د سولې د غونډو او منډو په غولونکې نوم په طالبانو له مذهبي او عقيدوي فشار سره په يو وخت زموږ ځينې هيوادوالو هم له طالبانو د سولې غوښتنې په نوم لاريونونه پيل کړي، په دې اړه تبصرې هم شوې دي خوزه وايم چې دغه لاريون وال په دې ښه پوهيږي چې جګړه چا په موږ تپلې او درول يې له چاغواړو؟ او دوی چې ترې سوله غواړي ايا د هغو واقعې موخه د دوی له ښکارندويي سره يوه نه ده؟ ايا د دوی د لاريونونو سره په يو وخت چې په فراه، بدخشان، هلمند، ميوند، کندوز او…..کې کومې بمبارۍ، وژنې او ورانونې کيږي، هغه هم همدغه طالبان کوي؟ ايا په داسي حال کې د دې بمباريو او لاريونونو واقعي موخه يوه نه ده؟ سړی حيران شي چې د خپل كورني اسلام او پردي بانديني کفر د مقابلې په وخت مسلمان! د کفر نه بلکې د خپل اسلام په وړاندې لاريون؟؟؟ له شک پرته دغه لاريونوال د روانې جګړې ښکار شوي، لاره يې ورکه کړې او ميدان يې بايللی دی، دوی له خپل نړيوال ريکارډ سربيره له خپل سرشاره تاريخ څخه ځان ناخبره ښيي او په لوی لارس د رواني جګړې کومې ته ځانونه ورکوي.

د رواني جګړې پيژندنه: د رواني جګړې اصطلاح د دوهمې نړيوالي جګړې را وروسته رواج شوې ده، د (جګړه ايز) قانون له مخې د رواني جګړې داسي تعريف نشته چې کوم سرحد ولري، خو بيا هم لاندي تعريف د رواني جګړې مهم اړخونه را نغاړي.

رواني جګړه د تسليمۍ او ياهم جنګ په وخت د ډول ډول مطبوعاتي فعاليتونو لپاره د يو دولت، يا ډيرو دولتونو او يا هم يو ګوند له لوري د ټاکل شوي پلان کارولو ته وايې، چې د خلکو د خواخوږۍ را خپلولو، د موافقو او مخالفو ټولنو او دولتونو د تګلورو، اندونو، او دريځونو د اغيزمنولو، په موخه او يا هم د داسي پر شاتګ يا سولي په موخه تر سره کيږي چې د يوه دولت، ډيرو دولتونو او ياهم د يو ګوند د سياستونو او اهدافوخونديتوب ته لاره اوار وي.

د كمزوري په نن سبا وخت کې د رواني جګړې اړتيا او ونډه: د انفال سورت په (۱۲) م ايات کې خدای (ج) داسي فرمايې ﴿سَأُلْقِي فِي قُلُوبِ الَّذِينَ كَفَرُوا الرُّعْبَ﴾ ډير زر به زه د کافرانو په زړونو کې ويره ور واچوم.

او د حشر سورت په (۲) م ﴿وَقَذَفَ فِي قُلُوبِهِمُ الرُّعْبَ يُخْرِبُونَ بُيُوتَهُمْ بِأَيْدِيهِمْ وَأَيْدِي الْمُؤْمِنِينَ فَاعْتَبِرُوا يَا أُولِي الْأَبْصَارِ﴾ او د دوی په زړونو کې خدای (ج) ترهه واچوله ( چې بيا) دوی خپل کورونه په خپل او په مسلمانانو باندي وران کړل، نو د عقل څښتنانو! تاسو له دوی څخه څه زده کړئ.

همدارنګه رسول الله مبارك (ص) ويلي (نصرت بالرعب مسيرة شهر) زما څخه دښمن ته د ويرې ور اچولو په مرسته زما د يوې مياشتې واټن را لنډشو.

رواني جګړې په رښتيا چې له هغو ناوړو جګړو څخه دي چې په مسلمانانو او اسلامي ټولنو تپل کيږي، لوی هيوادونه اوس هرلوري ته رواني جګړې تپي، پوځي جګړه يې هم ځکه په رواني جګړه واړول شوه چې د وسلې ستونزه يې کمه خو ګټه يې زياته او پايله يې ښه وي، بلکې لا پوځي توکې د رواني جګړې له وسيلو څخه ګرځيدلې.

رواني جګړه له هر لوري را پورته کيږي چې له وسلوالي جګړې مخکې، د هغې د دوام په مهال او له هغې وروسته هم پاتې وي، زياتر د هغې بريا او يا ماتې څو ورځي وروسته او کله خو کلونه وروسته د هغې له نښو ښکاره کيږي، خو بر ياليتوب يې ډير لوړ وي، رواني جګړه نه قانون ته غاړه ږدي او نه هم جګړه ايزي تجربې ته.

رواني جګړه تر بلې هرې هغې ناوړه ده، چې پکې د سيال لوري عقل، زړه او فکر په نښه کيږي ، له روحي ماتې سره يې مخ کوي، په هغه کې د جګړې په اړه نوې پريکړه رامنځته کوي او کرار يې د ماتې په لور بيايې.

امريکايې جنرال جيمس ګانين په وينا وروسته له هغه چې د رواني جګړې اغيز او اړتيا ښه ښکاره شوې، لويديځوالو په دې وروستيو کې په ټولو جنګي ستراتيژيو او د هغو په طبعياتو له سره غور کړی، او (په پايله کې) يوه نوې ستراتيجې پلان کړې چې په فکري او رواني اثر به تر سره کيږي، او له همدې امله نن سبا جګړې د پراخي رواني جګړې بڼه خپله کړې.

او چرشل بيا وايي: رواني جګړې ( د اغيز له مخې دومره زورورې دي چې) ډير ځله د تاريخ پاڼه بدلوي.

رواني جګړې د پوځي، مالي، او سياسي جګړو په ملتيا يوه پراخه بڼه خپله کړې، زموږ د کمزوري په دې وخت کې د ګڼ شمېر تجربو په ترسره کولو رواني جګړه اوس يو له مهمو او اړينو فعاليتونو څخه ګرځېدلې، دومره مهم چې کرار کرار يې کيسه اوس تر اداري او دولتي سيالۍ او پنجه ازماينې رسيدلې، دغه اهميت يواځې زموږ د اداري ټولنې د فکري ځانګړتيا انعکاس دی.

پوځي او سياسي مشران او پوهان زياتر په دې اند دي چې رواني جګړه اوس د پوځي او فکري جګړې دواړو يوه مهمه برخه ګرځيدلې او له هغو سره يوځای کاريدونکې ده، له همدې امله موږ وينو چې لوی دولتونه او رياستونه په خپل ټول توان کوښښ کوي چې د رواني جګړې برخه لا پسي ښه کړي.

دكتور زهرا ن وايي ((په نننۍ جګړه کې ترټولو باوري وسله چې دولتونه يې کاروي رواني جګړه بلله کيږي، چې د سيال اړخ د ارادې او معنوياتو په وژنه کې د پام وړ رول ادا کوي)) دکتور زياتوي چې (( رواني جګړه نن يوه مهمه موضوع ده او داډول جګړه تر ټولو ناوړه ده)).

دوکتور مختار تهامي وايي ((رواني جګړه له شک پرته چې ډيره ناوړه وسله ده، خو داسي چې دوه طرفه لري))، رواني جګړه چې په مسلمانانو وتپل شوه او په هغو يې د نبي عليه السلام په وخت کې ټول مشرک او يهودي ځواک را ښکاره کړ په اړه يې دکتور علي حسني خربوطلي وايې (( دا هغه ناوړه جګړه ده چې په هروخت او هر ځای کې اصلاحې پاڅونونه او خوځښتونه ور سره مخ کيږي،ريښتيني، پرمختللي لوړ افکار او ښووني تحريفوي، عقل او زړه ته د هغو د رسيدلو مخه نيسي، رواني جګړه د ټوټه کيدو او بيلتون توکم شيندي، له پرمختګ او نووښت په لاره کې خنډونه را ولاړوي، په پټه او په نا پامي کې صورت نيسي، ناڅاپه انسان پرې لګيږي، فکري ګډوډي، د اوازو جوړولو، د ترهي خپرولو او د هغو وسيلو پيروي ته خلک رابولي چې رواني جګړې ته يې پام اړوي)).

د جنګ په ډګر کې ايټمي وسلو رواني جګړه نوره هم له پوځي هغې غښتلې کړه چې د وسلو ځيني نړيوالي زيرمي په ايټمي موادو پوښلې دي، ورسره رواني جګړې نوي اړخونه خپل کړي، د پوځي هغې ځای يې نيولی، او د جګړې يواځينی ډول دی چې لوی رياستونه او حکومتونه کولای شي د هغو جګړو په پرتله زيات پرور ګډشي کومي چې په نړيواله کچه په درېيمه رتبه کې اټکل شوې.

نور بيا…

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close