رواني ناروغان که مبارزين ؟

سرليکنه

هسې خو افغانستان دا څلور لسيزې دجګړو او نا امنيو په اورکې سوزي، خو د ۲۰۰۱کال، را په دې خوا چې امريکا پرافغانستان پوځي يرغل کړی نا امنۍ دتېرو کلونو په نسبت شکل په بله بڼه بدل کړی او هم يې لوری بدل شوی دی . دکمونيستي کودتا وروسته به چې افغانان دکمونيزم په خلاف په سياسي يا وسلواله مبارزه کې ونيول شول، په داخل دافغانستان به زنداني شول، خو اوس دنورو عذابونو ترڅنګ ګوانتنامو ته لېږل کېږي . لومړی به دکونيزم پلويانو افغانان دجهاد په نامه تورن کړل، چې د مجاهدينو سره تړاو او يا خپله جهادي سنګر کې نيول شوي دي اوس ورته دترهګر اونورو … نومونه ورکول کېږي.

په ۱۳۵۸ل کې چې روسانو پرافغانستان يرغل وکړ، بهرنيو هېوادونو به دافغانستان سره د مجاهدينو او جهاد د دوام په نامه مرستې کولې، اوس چې داسلام د لارې هغه مجاهدين د امريکا ديرغل په مقابل کې وسلواله مبارزه کوي ، دترهګرو په نامه يادېږي .

لومړۍ به دمجاهدينو سره مرسته کيده خو اوس دمجاهدينو پرخالف له دولت سره د مجاهدينو دځپلو لپاره مرست کېږي. هغه مجاهد، چې نړۍ يې دروسانو له وحشته وژغورله دترهګر په نامه يادېږي. لومړۍ دافغانستان او د جهاد دافع بلل کيدل، اوس امريکا وايي، نړۍ ته ترې خطر دی ، حال دا چې افغان مجاهدينو هر وخت دخپل هېواد او خپلې خاورې څخه دفاع کړېده. يو قدم هم دبل هېواد په لورې نه دي تللي. کله چې نورو زورواکو پرافغانستان يرعل کړی ؛ افغانانو دخپلو مقدساتو او هېواود څخه دفاع کړې .  افغانان پخوا هم مجاهدين وو، اوس هم دي او تردې ورسته به هم وي . ترهګري خو روسانو ،اسرائيلو او امريکا شروع کړې ده، چې زرګونه کيلو مترو په واټن کې يې دافغانستان دتباهيو او افغانو د وژلو لپاره پوځونه اوجنګي مهمات را وروسول .

تېره ورځ ، چې دبرکسل اوسيدونکو دفرانسې په کنسرت او نورو ځايونو کې بريدونه وکړل، هغه خو افغان نه وو. که په هغوی کې يو تن هم افغان وای بيا به امريکا او دامريکا پلوو رسنيو تبليغات پېل کړي وو او افغان چې په خپله دفاع کې يو بهرنی ياغلام ووژني ترهګر شي او دنورو غربي هېوادونو اوسيدونکي چې په سلګونه ووژني هغوی ته بيا جان کيري ذهني ناروغ وايي .

دفرانسې په کنسرت خو ذهني ناروغ نه و، چې شمکن بريدګر و. دامريکا دبهرنيو چارو وزير جان کيري دفرانسې ولسمشر فرانسسز اولاند سره دغميزې په ليدنه کې وويل ، دا بريدګر ترهګر نه ؛ بلکې ذهني او رواني ناروغان وو. که افغانان دخپلې خاورې دفاع کوي؛ هغه ترهګر او اروپايان په نورو مرګوني بريدکوي؛ هغه رواني ناروغان وي .

دې ته په پام سره اوس به اروپايي هيوادونه د رواني ناروغانو له بريدونو نه په  امن نه وي ، انشاءالله.

افغانان به همغه مجاهدين او ستا رواني ناروغان به ترهګرشي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close