روان وحشتونه، چاپې او ظلمونه..! 

صفي الله ” رائد “

نه مې غوښتل چې په یادې موضوع نور څه ولیکم، دلیل یې ښکاره دی؛ دلته داسې کلی، کور او ګودر ندی پاتې چې ړنګ دې نوي، داسې څوک ندي پاتې چې د روان ظلم وحشي څپېړه یې تر غوږ نوي رسېدلې، هو، دلته نور داسې څوک نشته چې غم، زخم او درد یې نوي څکلی.

“تګاب کې واده بمبار شوی اتلس کسان یواځې له یوه کوره شهیدان شوي، جغتو کې د ښځو او ماشومانو شمېر له خلکو ورک دی، نن لوګر کې هم وحشت تکرارشوی او د ننګرهار ظلمونه خو د سره د یادولو ندي”

زه نه پوهېږم چې دا ولس کې لا نور څومره صبر پروت دی؟!

دا د زغم کاسه یې لا څومره ژوره ده، چې لاهم نه ده ډکه!

چې دابه کله او څه وخت ډکېږي؟!

آیا نورو ظلمونو ته هم اړتیا ده؟

ایا نورې چاپې هم باید ووهل شي؟!

ایا جابر حکومت باید خپلو وحشتونو ته لاهم دوام ورکړي؟!

آیا سکوت یې د حل لاره ده؟!

که نه، لار ورکي یو؟!!

زه وینم چې ډېرو بیا خپل غبرګون او احساس  یواځې او یواځې تر لیکلو منحصر کړی او بس!

ما په کراتو ویلي: چې په لیکلو څه نه کېږي!

قلم، روان وحشت ته هېڅکله د پای ټکی نشي کېښودی.

او نه هم په لیکلو خاوره او پلورل شوي خلک ازادیږي؛ هو! ازادي د قلم د سیاهي (رنګ) ترڅنګ د وینو رنګ ته اړتیا لري خو چې په مقابله کې تویې شي، نه د بېستر پر سر (په چاپه کې).

دلته هره شپه وحشت روان دی،  خو مونږ(  عام ولس) یې یواځې په لیکنو جوابوو، فکر نه کوم چې په لیکنو دې یو هېواد تر زرو کلونو  هم لا ازاد شي!.

او نه دا ظلم او وحشت په قلم او لیکنو درول کېږي.

ولس ته پکار دی چې په یوغږ پاڅون وکړي، را پاڅېږي، مظاهره او مبارزه وکړي، ترڅو روانو وحشتونو ته د حل لارې چارې ولټوي.

ولس زور لري، ولس یو قوت دی د ولس زور د خدای زور دی، ولس باید ځان پوه کړي، ولس باید راویښ شي او دې وحشت ته نور د پای ټکی کېږدي.

 

د یو ازاد او خپلواک افغانستان په هیله.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close