روان وحشت او پر وړاندې یې بې پایه چوپتیا..!!! 

صفي الله رائد

مونږ په سوریه او عراق اوښکې تویولې خو دمګړۍ مو له ګران افغانستان نه عراق جوړ دی.

زرمت کی یې کلي په بل مخ واړول، له مړو او جسدونو یې کوڅې ډکې کړې،  مونږ سکوت وکړ.

 فراه کې یې یوه ښکلې دیني مدرسه لوټې لوټې کړه، خو مونږ بیاهم خپل سکوت مات نه کړ.

دشت ارچي کې یې داسې وحشت تکرار کړ چې په لیکلو یې بیاځلې توان نه لرم.

په میدان ښار، جلریز کې  یوه ښونځی بمبار کړ، هېچا یې پوښتنه ونه وکړه.

او دادی  تېره شپه یې د غزني په ستره جامعه نورالمدارس د صفر یک وحشيانو  چاپه وهلې، المارۍ ګانې یې ماتې کړي، درې طالب العمان یې  شهیدان کړي او ګڼ نور یې له ځانو سره بوولي.

که پر تعلیمي مرکزونو مو دا لړۍ همداسې روانه وي، نو لرې نده چې په هېڅ سیمه کې به مو دیني او عصري مراکز تر سترګو نشي.

دا حال نور د زغملو ندی!

نور باید را ويښ شو او کنه ډېر ژر به د سوریې په څېر پر یو بد برخلیک اخته شو.

دوی ندي ملامت..!

صفر یک قطعه، سپیشل فورس او نور وحشي هوایي ځواکونه ندي ګرم؛ ځکه هغوی خپله دنده پر مخ وړي، هغوی دین، اسلام، او قرآن عظیم الشان څه پېژني؟

هغوی علم التفسیر، علم الکلام او حدیث څه پېژني؟!!

هو! هغوی ندي ګرم؛ هغوی همدې بدبختیو ته روزل شوي/ پیدا شوي. هغوی چې مطلق اسلام نه غواړي، هغوی به قرآن  او حافظ د قرآن څه وغواړي؟!!

څوک چې پردیو کفارو روزلي، پاللي او لمسولي وي خود به دیني شعائر ړنګوي،

خود به دیني مدارس او مساجد په نښه کوي/ ړنګوي.

دوی ندي ملامت؛

دوی خو د يو څو ډالرو مقابل کې همدې وحشي امريکا ته د‌همدې وحشت باوجود لبیک وایي.

دا ډول وحشت هم د‌امريکا حق بولي.

ملامت مونږ یو؛  چې لاهم ویښ ویده یو او  له دوی لا د خیر طمعه هم  کوو،  دوستم پورې مو  د امن او انسانیت هیلې تړلي.

او له سیافه د مدارسو ژغورل غواړو؟!

او له حکمتیار صاحب! نه د چاپو بندول ..!!!

 د روان وحشت پروړاندې زمونږ دا بې پایه سکوت به مونږ له یو ډېر بد برخلیک سره مخ کړي، ولس ته پکار دی ترڅو نور را ویښ شي او د روان ناورین مخه ډب کړي.

د ښونځيو/مدرسو په نښه کول/ ړنګول او سېځل د یوه ملت مټې تړل او راتلونکی بربادول دي او که دا لړۍ همداسې روانه وه نو ولس هم برباد وګڼئ.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close