روزګان: ترينکوټ کې د دولتي ځواکونو تر منځ جګړه روانه ده

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، چنګاښ ۴) د ځايي خبري سرچينو د راپورونو له مخې، د روزګان ولايت په مرکز ترينکوټ کې د دولتي ځواکونو تر منځ درنه جګړه روانه ده چې دواړو غاړو ته پکې مرګ ژوبله هم اوښتې ده.

د ترينکوټ يوې امنیتي سرچينې کابل ټکی کام ته وويل، د ښار د منار څلور لارې څخه نيولې بيا تر ولايت پورې د ملي امنيت ځواکونو او د دغه ولايت د امنيت د پخواني آمر رحيم الله خان د ځواکونو تر منځ درنه جګړه روانه ده.

د سرچينې په وينا، په دغه نښته کې د دواړو خواو څخه درنې او سپکې وسلې کارول کېږي.

ويل کېږي، دواړو غاړو ته مرګ ژوبله هم اوښتې خو تر اوسه يې په اړه کره معلومات نه دي رسنيز شوي.

تر اوسه معلومه نه ده چې دغه نښتې په څه لامل پيل شوي دي.

څه موده مخکې هم د دغه ولايت په چورې ولسوالۍ کې د ملي اردو او پوليسو تر منځ خپلمنځي نښته کې شپږ عسکر وژل شوي او څلور نور ټپيان و.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close