روزګان دهراود کې امنیتي ځواکونو دوه قرارګاوې او درې پوستې پرې اېښي

کابل ټکی کام ۰۷سنبله/۱۳۹۴ راپور: احمدالله مهاجر د روزګان له دهراود ولسوالۍ څخه په ترلاسه شویو راپورونو کې ویل شوي چې امنیتي ځواکونه له لوړ د ښکته دهزک او ګندم شهر له دوو قرارګاوو څخه تښتېدلي دي. ځایي خلک وایي چې د لوړ دهزک سیمه کې امنیتي ځواکونه د قمندان عبدالله او قمندان صمد له پوستو تښتېدلي دي. ویل کیږي چې د امنیتي ځواکونو له تېښتې وروسته وسلوال طالبان په سیمه کې په ازادانه ډول تګ را تګ کوي، او له یادو پوستو او قرار ګاوو تښتېدلي امنیتي ځواکونه اوس د وسلوالو طالبانو تر محاصرې لاندې دي.   د یادونې وړ ده چې یادې پوستې او قرارګاوې له ۱۳ کالونو را هیسې د امنیتي ځواکونو تر ولکې لاندې وې.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close