روزګان: دهراوود ولسوالۍ کې ۸۰ تنو پولیسو، امنیه قومندان سره د لفظي شخړې له کبله خپلې دندې پریښي

کابل ټکی کام ۱۱سلواغه/۱۳۹۴، احمدالله مهاجر
د روزګان ولایت څخه راپورونه وايي، چې ۸تنو پولیسو د دهراوود ولسوالۍ د امنیه قومندان محمد نبي سره یې د اختلاف له کبله خپلې دندې پريښي او خپلو کورونو ته تللي دي.
دغه پولیس د دهراوو ولسوالۍ د زرتالي سیمې په ۷ امنیتي پوستو کې مېشت ول، چې د دغه ولایت د مرکز ترېنکوټ او دهراوود ولسوالۍ د لویې لارې د ساتنې دنده یې په غاړه وه.
د روزګان ولایت د امنیت امر سمونوال رحیم الله خان رسنیو ته د یاد خبر په تأیید کې ویلي دي، «اوسمهال د یادو پولیسو په اړه تحقیقات روان دي، خو لومړنیو پلټنو ښودلې ده، چې دغه پولیسو د امنیه قومندان سره د لفظي شخړې له کبله خپلې دندي پریښي دي.»
همدا شان د ترېنکوټ او دهراوود تر منځ د لویې لارې پر سر د امنیتي پوستو قومندان څارمن رسنیو ته مدعي شوی دی چې د دهراوود ولسوالۍ د امنیه قومندان سر څارمن محمد نبي له لورې د تښتېدلو پولیسو سپکاوی شوی دی چې ده یې په غبرګون کې له خپلو ۸۰ تنو پولیسو سره د دغې لویې لارې له ټولو پوستو څخه د ولایت مرکز ترېنکوټ تللي او پوستې یې خالي پريښي دي.
یو چارواکی چې له نوم اخیستلو څخه یې ډډه کړې ده رسنیو ته ویلي دي، د لومړنیو پلټنو له مخې جوتیږي چې د یادې ولسوالۍ امنیه قومندان محمد نبي د یادې لارې پر سر د اقتصادي ګټو لپاره د پولیسو له منصبدار څارمن دادګل سره لفظي شخړه کړې ده.
د یادولو ده، په روزګان ولایت کې دهراوود ولسوالۍ هم له نا امنه ولسوالیو څخه شمېرل کیږي، چې تېره میاشت د دوو داخلي بریدونو په ترڅ کې شل تنه پولیس د خپلو همکارانو له لوري وژل شوي وو.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close